عارف: ایران د وچې محصورو هېوادونو لپاره غوره ترانزیټي لاره ده
Nov 17, 2025 03:02 Asia/Kabul
پارس ټوډی - د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال وایي، ایران د هغو وچې محصورو هېوادونو لپاره چې د ازادو اوبو لاسرسی نه لري، غوره ترانزیټي لاره ده.
د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال «محمدرضا عارف» د اووم پرمختیایي پروګرام قانون پر ترانزیټ او د دې هېواد جغرافیایي موقعیت جدي پاملرنې ته په اشارې سره وویل: د ترانزیټ سکتور د ایران لپاره د ګاونډیو هېوادونو او مشترکه تمدني حوزه سره اقتصادي او سوداګریزې ګټې لرلی شي او ایران د هغو وچې محصورو هېوادونو لپاره چې د ازادو اوبو لاسرسی نه لري، غوره ترانزیټي لاره ده.
د ولسمشر لومړي مرستیال ټینګار وکړ چې ترانزیټ د سیاحت، کلتوري او علمي اړیکو په پراختیا کې اغېزناک دی او زیاته یې کړه: د ترانزیټي اړیکو پراخول او ژورول د سیاسي او سیمه ییزو همکاریو په زیاتوالي اغېز لري.
ټیګونه