ایران: پر لبنان د صهیونيسټ رژیم تروریستي تېري غندو
پارس ټوډی – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د صهیونيسټ رژیم له لورې پر لبنان تېري په کلکو ټکو وغندل.
اسماعیل بقائي په صیدا ښار، فلسطیني کډوالو کمپ عین الحلوه ، یوه جومات او ورزشي سالون بمبارۍ چې له امله یې فلسطیني کډوالو ته مرګ ژوبله واوښته، په کلکو ټکو وغندل.
هغه دا وحشیانه بریدونه د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو قوانینو ښکاره نقض وباله او یادونه یې وکړه چې له ۲۰۲۵ د نومبر د اوربند راهیسې صهیونیستانو څو څو ځله اوربند مات کړی او د دې دوامداره جنایتونو مستقیم مسؤلیت د امریکا پر غاړه دی.
بقائي د اوربند د ضامنو، په تېره امریکا، د صهیونیستانو د ژمنو ماتولو په وړاندې د تاییدوونکي چوپتیا غندنه وکړه او له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د دې جنایتونو د مخنیوي او د جنایتکارانو د محاکمې لپاره جدي اقدام وکړي.