کافري تنګی؛ د ایران د زاګرس په غرونو کې پټ غمی
-
کافري تنګی؛ د ایران د زاګرس په غرونو کې پټ غمی
پارستودی- د کافري تنګی چي د ایلام ولایت په لوېدیځ کې دی، په طبیعي ښکلاو او لرغوني تاریخ سره، د دې ولایت یو تر ټولو په زړه پورې او ناپېژندل شویو سیمو څخه دي.
د کافري تنګی په چارچاپېر کې د لرغون پېژندنې پلټنې، د نوسنګي، ساساني او اوسپنیزې دورې آثار موندلي دي؛ په ځانګړي ډول قوسي دروازې، ګچي طرحې، بنسټونه او فلزي شیان. د پارس ټوډۍ راپور له مخې، کافري تنګی د غټو پرګي ځنګلونو له خوا احاطه شوې چې د هغو څانګې شین او په زړه پورې چت جوړوي او د لمر وړانګې په نرمۍ سره د ځنګل ځمکې ته رسوي او د نباتاتو او حیواناتو نادر اکوسیستم ساتي.
دا تنګی د زاګروس لوېدیځو غرونو په ناهموارو ځمکو کې پرته ده او د ایران د طبیعي سیمو له ډلې ګڼل کېږي.
دا تنګی چې «د زاګروس ناوې» په نامه مشهوره ده، د طبیعت ښکلا یې د تمدنونو له کلتوري میراث سره ګډه کړې ده. دې تنګی ته د رسېدو لاره د بدرې له ښار څخه پیلېږي چې له ایلام سره ۸۰ کیلومټره او له درهشهر سره ۳۸ کیلومټره واټن لري. د کافري تنګې ورودي د ولي عصر په شمال کې دي چې یا د غرنۍ ناهموارې لارې او یا د سيمره بند څخه په کښتۍ تېرېدو ورته رسېدای شئ.
په وخت او اوبو تراشل شوی
کافري تنګی د لوړو د چونې ديوالونو او ځنګلونو په کلابندۍ کې ده او د کبيرکوه غرونو څخه چې د زاګروس اوږدو غرونو څخه دي، یو سیند د هغې له منځه تېرېږي.
دا سیند چې سیمره نومېږي، د کرخه سیند اصلي څانګه ده او په زرګونو کلونو کې یې د تنګی ژور او پیچلي مسیر جوړ کړی دی. د سیمرې د سیند خټین جریان د سیمې جغرافیه او په سیمه کې د انسان تاریخ ته بڼه ورکړې ده.
د لرغون پېژندنې څېړنې ښيي چې انسانانو لږ تر لږه له میلاد ۳۰۰۰ کاله وړاندې په دې سیمه کې شتون درلود. د نوسنګي دورې کټونو ، ساساني او اوسپنې دورې آثار لکه قوسي دروازې، ګچي طرحې، د ستونونو بنسټونه او فلزي شیان راوباسلي دي.
د کافري تنګی دننه ځانګړې جوړښت لري، په منظمو ډبرینو جوړښتونو او د لومړني برونز دورې خټینو لوښو سره چې په دې لرې غرنۍ سیمې کې د ممکنه استوګنې انځور وړاندې کوي. په وروستیو کې د سیمره بند د اوبو د کچې له کمېدو سره، د ساساني دورې یوه مهمه معماري جوړښت موندل شوی دی.
د زاګروس ژوندی ځنګل
د کافري تنګی بله مهمه ځانګړنه یې ژوندی او ځواکمن اکوسیسټم دی. غټ پرګي ځنګلونو څو پوړیزه شین چت جوړ کړی چې د لمر وړانګې په نرمۍ سره ځمکې ته رسوي او د نادرو نباتاتو او حیواناتو یو استوګنځی یې رامینځته کړی دی.
ایراني سنجاب چې یو کوچنی او سور رنګه حیوان دی، په دې ځنګل کې ژوند کوي. په پسرلي کې، د سنجابو مورې چې خپل بچي لارښوونه کوي، په تنګی کې یوه ژوندۍ او خوښونکې صحنه جوړوي.
دا ځنګل چې لاس نه خوړلی دی د ایران له ډېرو بېلابېلو او شتمنو ژوندي وحشي استونګځیو څخه دی.
د طبیعت ارامي ځینې وخت یوازې د پاڼو په شور یا د سنجاب په ټوپ له یوې څانګې بلې ته په تګ سره ماتېږي چې د منظرو ښکلا نوره هم زیاتوي.
د دین او پخوانۍ معمارۍ انعکاس
د طبیعي او باستاني ارزښت ترڅنګ، سیمه د څو مذهبي او معماري ځایونو کوربه ده. د تنګې ترڅنګ، د کلم اورتون دی؛ یوه لرغونې جوړښت د زرتشتي دورې چې د دوو شینو غرونو ترمنځ د کلم سیند په څنګ کې پرته ده او د ملي اثارو په توګه ثبت شوی دی.
په بره غاړه کې، شاداب غار شته چې بیا هم د سیمې ساساني میراث ته اشاره کوي. که څه هم د غار یوه برخه د اوبو د کچې له لوړېدو له امله ډوبه شوې، خو لا هم په کې مهم کلتوري آثار موندل کېږي چې د پناهځای، مقدس ځای یا د عبادت ځای په توګه د کارېدو نښې ښيي.
سیمه ایزې او موسمي ښکلاوې
لکه د ایلام د ډېرو غرنیو سیمو په څېر، کافري تنګی هم بېلابېل او مخالف موسمونه لري.
که څه هم مني او ژمی په خپلې لړې او یخنۍ سره تنګی کلابندوي، خو تر ټولو ښکلې وخت یې د پسرلي دی چې پرګی ونې ګل کوي، وحشي ګلان ټول دښت او هوارې سیمې پوښي او د سیند اوبه د سیاحت لپاره مناسبې وي.
شاوخوا تنګې لکه رزیانه تنګی او الماس تنګی چې په بدره سیمه کې دي، دا سیمه د طبیعت مینهوالو، ځمکپوهانو او چاپېریال ساتونکو لپاره یو آرماني ځای ګرځولې ده.
په داسې وخت کې چې ښاري کېدل چټک او د چاپېریال ویجاړول زیات شوي، کافري تنګی د لاس نه خوړلي ښکلا، کلتوري ژوروالي او کم پېژندل شوي میراث یوه بېلګه ده.
له ښارونو او عادي سیاحتي لارو لرې، دا تنګی د ایران د ځمکپوهنې او تاریخي روح یوه ریښتینې او د لاس نه خوړلې سیمې کتنې زمینه برابروي.
که په کښتۍ کې چې په تنګی کې د ديوالونو ترمنځ په نرمۍ سره حرکت کوي، سفر وکړئ او که د پرګی ونو ډکو لارو په پښو تګ وکړئ، نو یوه حیرانوونکې خاطره جوړوي.
کافري تنګی، د ایران په لوېدیځ ایلام کې یوه پرتمین تنګی دی چي له اېکولوجي، تاریخ او معماری څخه بډایه دی او د طبیعت زړه د پناه وړلو لپاره یوه بې سارې فرصت برابروي.