ایران په لوېدیځه غاړه کې د صهیونیسټي رژیم جنایتونه وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i167772-ایران_په_لوېدیځه_غاړه_کې_د_صهیونیسټي_رژیم_جنایتونه_وغندل
پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اردن سیند لوېدیځه غاړه کې د صهیونیسټي رژیم دوامداره جنایتونه، وژنې او شکنجې په سختو ټکو وغندلې.
(last modified 2025-11-28T09:01:50+00:00 )
Nov 28, 2025 13:30 Asia/Kabul
  • ایران په لوېدیځه غاړه کې د صهیونیسټي رژیم جنایتونه وغندل

پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اردن سیند لوېدیځه غاړه کې د صهیونیسټي رژیم دوامداره جنایتونه، وژنې او شکنجې په سختو ټکو وغندلې.

په وروستي جنایت کې، د پنجشنبې په ورځ صهیونیسټي پوځیانو پر جنین باندې په یرغل سره دوه ځوان فلسطینیان، سره له دې چې تسلیم شوي وو، په میدان کې اعدام کړل.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د نابلس او جنین پر فلسطیني کمپونو باندې د صهیونیسټي پوځیانو او ښارګوټه مېشتو دوامداره بریدونو، د فلسطینیانو ترور، د لوېدېځې غاړې د اوسېدونکو خودسره نیونې، د کورونو او د فلسطیني بزګرانو د ځمکو ویجاړولو ته په اشارې سره، له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په دې اشغالي فلسطین سېمې کې روانو وحشي جنایتونو ته پام وکړي.