سیمره، د ایران «پټ پمپی» چي لرغونې نړۍ ته کړکۍ خلاصوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i167868-سیمره_د_ایران_پټ_پمپی_چي_لرغونې_نړۍ_ته_کړکۍ_خلاصوي
پارس تودی- سیمره، چي یو وخت کې مادکتو بلل کیدی، ایلامې جړې او د ساساني ښآرونو پرتم نندارې ته وړاندې کوي، له لویو ماڼیو، عبادتځایونو، کارخونې او لومړني جوماتونو سره، چي په ښه توګه ساتل شوي دي.
(last modified 2025-11-30T11:00:08+00:00 )
Nov 30, 2025 14:53 Asia/Kabul
  • سیمره، د ایران «پټ پمپی» چي لرغونې نړۍ ته کړکۍ خلاصوي
    سیمره، د ایران «پټ پمپی» چي لرغونې نړۍ ته کړکۍ خلاصوي

پارس تودی- سیمره، چي یو وخت کې مادکتو بلل کیدی، ایلامې جړې او د ساساني ښآرونو پرتم نندارې ته وړاندې کوي، له لویو ماڼیو، عبادتځایونو، کارخونې او لومړني جوماتونو سره، چي په ښه توګه ساتل شوي دي.

د سیمرې لرغونې ښار چي اکثره د ایران د پټ پمپی په توګه پېژندل کیږي، د هیواد په لوېدیځ کې د ایلام په ولایت کې دی او د ساساني د پړاو د پرمختللې ښاریزې پلانونې وتلې بېلګه ده چي دا میراث په ماڼیو، حمامونو او اورتونونو کې په ځای پاتې دي او د سیل وړ دي. د پارس تودی له راپور سره سم، دا ښار د سیمرې د سند په جنوبي لمنه کې او د زاګرس له غرونو سره، څېرمه واقع شوې ده او په ځای پاتې کرښې لاهم د ښار عمومي بڼه ښکاره کوي.

سیمره، د ایران «پټ پمپی»

سیمره په لرغوني پړاو کې د مادکتو په نامه سره پېژندل کېدی، دغه پراخه کڼدوالې یوه وخت کې په سیمه کې فرهنګي او اقتصادي مرکز او یو رش ښار وو. نن یې تر ډبرو لاندې، لاهم د ایلامیانو، ساسانیانو او د اسلامي نړۍ د لومړیو وختونو قیصې نغښتې دي. سیمره د دره ښار د مآډرن بازار په جنوب ختیځ کې پروت دی او ګېرچاپیر یې د کبیرکوه غرونه دي.

سیمره، د ایران «پټ پمپی»

لرغونپوهان داسي ارزونه کوي چي دا ښار د خپل په اوج کې، له ۱۴۲ نه بیا تر ۲۰۰ هکټارو پورې پراختیا لرله او د ایلام د لرغون پژرندنې تر ټولو ستر سایټ بلل کیږي، جغرافیایي موقعیت یې، د غرنیزو لارو او سیندونو تر مینځ واقع شوې چي ورته سخت استراتیژیک موقعیت او سوداګریز ځایګی ورکوي.

له مادکتو نه تر سیمرې پورې

له میلاده مخکې اووهمې پیړۍ کې دغه ښار د اشوریانو له خوا فتحه شو، دیوالونه یې وران او سړکونه یې خالي شول. خو د ښار قیصمه ختمه نه شوه، څو پېړۍ وروسته، د ساسانیانو په پړاو کې بیاورغول شو او نوم یې له مادکتو نه سیمرې ته بدل شو. نوی ښار، د امپراتورۍ د پنځونې سېمبول شو. پراخ سړکونه، بازارونه، ښایسته ودانۍ، د اوبو او د ګندو پرمختللې کانالونه او ښاري جوړښت.

داسي زلزله چي یو پړاو یې له مینځه یوره

د سیمرې برخلیک په ناڅاپه توګه د لسمې میلادي پېړۍ په مینځ کې پایته ورسېده، تاریخي اسناد او خمکپېژندنې پورې اړوندې څېړنې ښودنه کوي چي په ۹۴۵ میلادي کال کې دغه ښار د زلزلې د امله ویجاړ شوی دی. څېړنې ښیي چي د ښار اکثره خلګ له دې زلزلې مخکې د نامعلومو دلایلو چي کېدایشي اقتصادي یا سیاسي وجهې لرلې، له دې ښاره وتلي وه.

سیمره، د ایران «پټ پمپی»

دا ښار د ناڅاپه ورانېدو او د خپلو لرغونو اثارو د امله د ایران په پټ پمپی باندې مشهوره شوی دی، لکه د روم پمپي ښار چي د اورغورځېدونکې غر په هیرو کې ښخ شو، سیمره هم له زلزلې وروسته، وران او خوشي پاتې شو.  په دې ښار کې تر خاورو لاندې سړکونه، ودانۍ او تاریخې توکې ښه روغ پاتې شوې دي.

پخوانې پلټنې

د شیلمې پېړۍ له لومړیو څخه، سیمره د لرغونپوهانو د توجه وړ ګرځېدلې ده، د هنر رولینسون، ژاک د مورګان په شان شخصیتونه او د هولمر لرغونپوه پلاوې، په ډې سیمه کې خپلې موندنې ثبت کړي دي او وروستي پلټنې د دې ښار خزانې ښکاره کړي دي، په دې کشفیاتو کې د ایران لومړني جوماتونه، د یوه خانزاده استوګنځی، د کولالي او سیښې جوړولو کارخونې، له سیلاب سره د مقابلې جوړښتونو او د ساساني د پړاو ګچکاري شامل دي.

سیمره، د ایران «پټ پمپی»

هره موندنه دې ښار ته نوې تاریخې اړخ بخښلی، له ټولو په  زړه پورې کشف، د دې ښار د صنعتي تاسیساتو موندنه ده، د کولالي او د سیښې د جوړولو بټۍ ښودنه کوي چي سیمره یوازې یو سیاسي مرکز نه بلکې د لاسي صنایعو او د سوداګریو مرکز هم پاته شوی. دا کارخونې نړیوالو سوداګریو سره د دې ښار د اړیکو ښودنه کوي.

سیمره او نړیوال میراث

په ۱۹۳۱ میلادي کال کې یو له لومړیو لرغونو سایټونو څخه وو چي د ملي میراث په لیسټ کې راجیسټر شو. د دره ښار په چارچپېر کې له ۱۵۰ زیات تاریخي اثار ثبت شوي، د ساساني ګاومیشانو پل نه نیولې بیا د سرخاباد تر چهارطاقي اورتون پورې، ټوله  د سیلانیانو لپاره په زړه پورې تجروبه رامینځته کوي. د ماربره، په شان آبشارونه، د بهرام چوبین په څېر درې، د داسي یو ځای ښودنه کوي چي تاریخ او طبیعت یې یو بل سره اغښلی دی.