د ایران د اسلامی جمهوریت جیوپولیټیک موقعیت ولې مهم دی؟
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i168766-د_ایران_د_اسلامی_جمهوریت_جیوپولیټیک_موقعیت_ولې_مهم_دی
پارس‌ټودي –د ایران اسلامی جمهوریت د خپل ځانګړي جغرافیائي موقعیت له امله د نړیوالو نقشو په زړه کې موقعیت لري او په یوه نړیوال سیاسی لوبغاړی بدل شوی دی
(last modified 2025-12-24T00:29:31+00:00 )
Dec 24, 2025 04:54 Asia/Kabul
  • د ایران د اسلامی جمهوریت جیوپولیټیک موقعیت ولې  مهم دی؟

پارس‌ټودي –د ایران اسلامی جمهوریت د خپل ځانګړي جغرافیائي موقعیت له امله د نړیوالو نقشو په زړه کې موقعیت لري او په یوه نړیوال سیاسی لوبغاړی بدل شوی دی

ایران چې د سوېل لوېدیځې اسیا په سیمې کې واقع  دی او د کسپيّن سمندرګي، فارس خلیج او عمان سمندر ته لاسرسی لري، د ختیځ او لوېدیځ ترمینځ د سوداګرۍ  او انرژۍ د تعاملاتو لپاره د یوه مهم پل په توګه عمل کوي.

 د پارس‌ټودي د راپور له مخې، دې موقعیت ته چې «سټراټېژیک جیوپولیټیک موقعیت» ویل کېږي، ایران ئې د سیمې او نړۍ یومهم  لوبغاړی ګرځولی دی.

د ایران جغرافیائي موقعیت او طبیعي زیرمې د دغه هېواد د سیاسي، اقتصادي او پوځي برخلیک په ټاکلو کې مهم رول لري. ایران د نړۍ د تیلو څلورم ستر او د طبیعي ګیسو دوهم  لمبر سترې زېرمې لري، چې دا هېواد ئې د نړیوالې انرژۍ یو مهم مرکز کړی دی. فارس خلیج او عمان سمندر د تیلو د نړیوالو صادراتو یوه اصلي لاره ده او د نړۍ په اقتصاد کې خورا مهم رول لري. ایران د دغو لارو له کنټرولوونکو هېوادونو څخه دی او له همدې امله د انرژۍپه  نړیوال بازار  ژورې اغېز لري.

د ایران سټراټېژیکې پولې هم ډېر اهمیت لري. دا هېواد له عراق، ترکیې، افغانستان او پاکستان سره ګډې پولې لري. دغه ګاونډیتوب د ایران ستراتېژیک موقعیت لا پیاوړی کوي او دا هېواد د سیمې په سیاسي او اقتصادي تعاملاتو کې یو مهم لوبغاړی ګرځوي. همدارنګه، دغه پولې د سیمې په امنیت او د سوداګریزو او انساني تګ‌راتګ  په مدیریت کې مهم رول لري.

پر دې سربېره ، د لوېدیځې اسیا، منځنۍ اسیا، قفقاز او فارس خلیج په څلورلارې کې د ایران ستراتېژیک موقعیت، دا هېواد د ختیځ او لوېدیځ ترمینځ په یوه پل بدل کړی دی. د هرمز تنګي، چې د فارس خلیج برخه ده، د نړیوالوتیلو د صادراتو له تر ټولو مهمو لارو څخه ګڼل کېږي او ایران د دې لارې په کنټرول کې خورا مهم رول لري.

په ټول  کې، د ایران جغرافیایي او ستراتېژیک موقعیت، د پراخو طبیعي زیرمو ترڅنګ، دا هېواد د نړیوالو سیاستونویو مهم  لوبغاړی ګرځولی دی.