د خارجي عواملو لاسوهنې د اعتراضونو ماهیت بدل کړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i169714-د_خارجي_عواملو_لاسوهنې_د_اعتراضونو_ماهیت_بدل_کړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په فرانسې کښې د ایران سفیر محمد امین نژاد» په دې خبرې سره چې سوله ئیز اعتراضونه طبیعي چاره ده ټینګار وکړ خو د خارجي عواملو لاسوهنې د ایران د خلکو د اعتراضونو د ماهیت د بدلیدا سبب شوې.
(last modified 2026-01-18T23:14:15+00:00 )
Jan 19, 2026 03:42 Asia/Kabul
  • د خارجي عواملو لاسوهنې د اعتراضونو ماهیت بدل کړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په فرانسې کښې د ایران سفیر محمد امین نژاد» په دې خبرې سره چې سوله ئیز اعتراضونه طبیعي چاره ده ټینګار وکړ خو د خارجي عواملو لاسوهنې د ایران د خلکو د اعتراضونو د ماهیت د بدلیدا سبب شوې.

هغه په دې خبرې باندې ټینګار سره چې سوله ئیز اعتراضونه او د اقتصادي او د ټولنیزو غوښتنو مطرح کول طبیعي چاره ده وویل له نیکه مرغه حاضردمه د ایران کورنی حالت د مسوولو ارګانونو تر کنټرول لاندی دی او هغه کسان چې تاوتریخجن او ترهګر اقدامات یې کړي دي پيژندل شوي او له قانون سره سم به له هغوې سره چلند وشي.

په فرانسې کښې د ایران سفیر د ناکراریو په زیاتولو کښې د ځینو خارجي هیوادونو رول ته په اشارې سره وویل کله چې د ځینو هیوادونو رسمي چارواکي په ښکاره ډول د اعتراض کونکو ملاتړ کوي یا د خارجي هیوادونو رسنۍ او  سیاسي  شخصیتونه د اعتراض کونکو په څنګ کښې د دښمن د استخباراتي مامورانو او د پردیو عناصرو د شتون خبره کوي نو دغه بدلونونه بیا داخلي نشو بللی.