پزشکیان: اسراییل او د هغه ملاتړي د ایران د ویشلو هڅه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i170204-پزشکیان_اسراییل_او_د_هغه_ملاتړي_د_ایران_د_ویشلو_هڅه_کوي
پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: وروستیو تجربو ښودلې چې صهیونیسټ رژیم او د هغه ځینې لویدیځ ملاتړي تل د ایران د ویشلو هڅه کړې ده.
(last modified 2026-01-31T05:01:35+00:00 )
Jan 31, 2026 09:30 Asia/Kabul
  • پزشکیان: اسراییل او د هغه ملاتړي د ایران د ویشلو هڅه کوي

پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: وروستیو تجربو ښودلې چې صهیونیسټ رژیم او د هغه ځینې لویدیځ ملاتړي تل د ایران د ویشلو هڅه کړې ده.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر،  د سباون د مبارکې لسیزې د پیل په درشل کې، د اسلامي انقلاب د بریا د ۴۷ کلیزې په مناسبت، د حکومت له غړو سره یوځای، د اسلامي انقلاب د بنسټ ګر،  حضرت امام خمیني (رح) د مقدس حرم  لیدنه وکړه. د پارس ټوډې په وینا، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر، مسعود پزشکیان نن د امام خمیني (رح)له  نظریاتو سره د حکومت د غړو د ژمنې د نوي کولو په مراسمو کې، ټینګار وکړ: وروستیو تجربو ښودلې چې صهیونیسټ رژیم او د هغه ځینې لویدیځ ملاتړي تل په ایران کې د ویش او درز د رامینځته کولو هڅه کړې او له  ټولنیزو غوښتنو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې لپاره له هر فرصت څخه ګټه پورته کوي.

پزشکیان په ایران کې په  وروستیو لاریونونو کې رامنځته شویو پیښو ته په اشارې سره، ټینګار وکړ چې د مدني  لاریونونو په نظامي ځواکونو باندې  په بریدونو او د عمومي شتمنیوپه  ویجاړولو بدلیدل  د منظم او ناوړه بهیرونو د ننوتلو نښه ده؛ هغه بهیر چې هدف یې د خلکو غوښتنې څرګندول نه دي، بلکې د نفرت او ګډوډۍ رامینځته کول دي. هغه وویل چې د حکومت قطعي دنده د لاریون کونکو غږونو ته غوږ نیول او د دوی اصلي اندیښنو ته ځواب ویل دي، هغه روښانه کړه چې د اسلامي انقلاب د رهبر امام خامنه ای هوښیارتیا او د خلکو وفاداري تر دې دمه د دښمن د پلانونو د عملي کیدو مخه نیولې ده.

ده وویل چې په وروستیو پیښو کې، ټرمپ، نتانیاهو او اروپایان ټول د ویش د هڅولو او رامینځته کولو په لټه کې وو، او ویې ویل: البته، دوی ځینې بې ګناه خلک له ځان سره یو ځای کړل او سړکونو ته یې کش کړل او غوښتل یې چې دا هیواد ټوټه ټوټه کړي او د خلکو ترمنځ جګړې او نفرت رامینځته کړي او ویش رامینځته کړي.

هغه دې ته په اشارې سره چې په هیڅ  عادي ټولنیز لاریون کې، څوک  ټوپک نه اخلي، پوځي ځواکونه نه وژني، یا امبولانسونو او بازارونو ته اور نه اچوي، وویل: "موږ دنده لرو چې د لاریون کونکو غږونه او اندیښنې واورو او د دوی ستونزې حل کړو، او موږ د دې لپاره چمتو یو. خو هرڅوک پوهیږي چې مسله یوازې ټولنیز لاریون نه و. بلکه، دښمنان زموږ  په ستونزو سپاره شول ، هغوی یې  راو پارول، او هڅه یې کوله او هڅه کوي چې ټولنه وویشي."

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د قومي، ژبني او نژادي توپیرڅخه د مخنیوي اړتیا باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: "هیڅ قوم یا ژبه باید د عدالت اداره کولو مخه ونه نیسي."