د ایران او روسیې سوداګري ۱۰ میلیارد ډالرو ته لوړېږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i170976-د_ایران_او_روسیې_سوداګري_۱۰_میلیارد_ډالرو_ته_لوړېږي
پارس ټوډې- په نړیوالو چارو کې د ایران د تیلو مرستیال وزیر وویل: د تهران او مسکو سوداګري به د دواړو هېوادونو د ستراتیژیکو همکاریو په چوکاټ کې ۱۰ میلیارد ډالرو ته لوړه شي.
(last modified 2026-02-21T10:07:51+00:00 )
Feb 21, 2026 14:36 Asia/Kabul
  • د ایران او روسیې سوداګري ۱۰ میلیارد ډالرو ته لوړېږي

پارس ټوډې- په نړیوالو چارو کې د ایران د تیلو مرستیال وزیر وویل: د تهران او مسکو سوداګري به د دواړو هېوادونو د ستراتیژیکو همکاریو په چوکاټ کې ۱۰ میلیارد ډالرو ته لوړه شي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، په نړیوالو چارو کې د ایران د تیلو مرستیال وزیر «علي محمد موسوي»، د ایران او روسیې د اقتصادي همکارۍ د ګډ کمیسیون د نولسمې ناستې په څنډه کې چې د دواړو هېوادونو د انرژۍ وزیرانو په ګډون په تهران کې ترسره شوه، وویل چې د تهران او مسکو اقتصادي همکارۍ ظرفیتونه له اوسني کچې ډېر زیات دي او باید پراخ شي. هغه د ایران او روسیې د سوداګرۍ زیاتېدونکي بهیر ته په اشارې سره وویل چې د دواړو خواوو دوه‌اړخیزه سوداګري اوس شاوخوا ۶ میلیارد ډالره اټکل کېږي او ۱۰ میلیارد ډالرو ته د هغه د لوړولو لپاره پلانونه په کار کې دي.

په نړیوالو چارو کې د ایران د تیلو مرستیال وزیر، د انرژۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو پراخو ظرفیتونو ته په اشارې سره وویل: د ایران او روسیې ترمنځ تر ټولو زیاته همکاري د انرژۍ په برخه کې، د تیلي میدانونو پراختیا او همدارنګه ایران ته د روسیې د ګازو صادرات دي. هغه زیاته کړه چې تخنیکي همکارۍ، ګډې پانګونې او د ټکنالوژۍ تبادله کولای شي د ایران او روسیې د سوداګرۍ د لوړولو هدف په ترلاسه کولو کې مهم رول ولوبوي.

د ایران او روسیې د اقتصادي همکارۍ د ګډ کمیسیون نولسمه ناسته د اقتصادي، انرژۍ، ټرانسپورټ او بانکي اړیکو د ژورولو په موخه ترسره شوه او د دواړو خواوو چارواکو پر دې ټینګار وکړ چې د اقتصادي بشپړو ظرفیتونو څخه ګټه اخیستل اړین دي. په وروستیو کلونو کې، د ټرانزیټي کریډورونو پراختیا، د تیلو او ګازو په برخه کې همکاري او د ملي اسعارو په واسطه د سوداګریزو تبادلو پیاوړي کول، د تهران او مسکو د اقتصادي اړیکو اصلي محورونه وو.