قرآني نندارتون؛ سپکاویو ته د ایران کلتوري ځواب
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i171024-قرآني_نندارتون_سپکاویو_ته_د_ایران_کلتوري_ځواب
پارس ټوډې –قرآني نندارتون، قرآن کریم ته د سپکاوي په وړاندې د تکمیلي حرکت او د ایران د قرآني ډیپلوماسۍ د بېلګې په توګه پرانیستل شو.
(last modified 2026-02-22T10:28:51+00:00 )
Feb 22, 2026 14:52 Asia/Kabul
  • د ایران د جمعې امامانو د پالیسۍ شورا رئیس او د تهران د جمعې لمانځه امام حجت‌الاسلام «محمدجواد حاج‌علي‌اکبري»
    د ایران د جمعې امامانو د پالیسۍ شورا رئیس او د تهران د جمعې لمانځه امام حجت‌الاسلام «محمدجواد حاج‌علي‌اکبري»

پارس ټوډې –قرآني نندارتون، قرآن کریم ته د سپکاوي په وړاندې د تکمیلي حرکت او د ایران د قرآني ډیپلوماسۍ د بېلګې په توګه پرانیستل شو.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د جمعې امامانو د پالیسۍ شورا رئیس او د تهران د جمعې لمانځه امام حجت‌الاسلام «محمدجواد حاج‌علي‌اکبري»، د یکشنبې په ماښام په تهران کې د قرآن کریم د ۳۳م نړیوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې دا نندارتون « قرآن ته د سپکاوي په وړاندې تکمیلي حرکت» دی او په فعاله توګه په نړیواله کچه، د قرآني ډیپلوماسۍ له ظرفیت څخه له اسلامه وېرونې، له قرآنه وېرونې او له ایرانه وېرونې جریانونو په وړاندې د مقابلې لپاره کار اخلي.

حاج‌علي‌اکبري په مذهبي ځایونو کې  ځینو سپکاویو ته په اشارې سره وویل: «د تراز جومات موضوع د نندارتون په آجنډا کې ځای پرځای کول، یو هوښیارانه اقدام وو؛ ځکه چې جومات د قرآن کور او د ټولنې د دیني هویت محور دی.» هغه قرآني نندارتون «قرآن کریم ته د پناه غوښتنې اعلان» په توګه یاد کړ او ویې ویل چې ایراني ټولنه په بحرانونو کې پر قرآني تعلیماتو په تکیې سره توانېدلې چې خپل مقاومت او یووالی وساتي.  

د ایران د جمعې لمانځه د امامانو د پالیسۍ شورا رئیس د سپېڅلي دفاع شهیدانو او وروستیو شهیدانو د یاد په درناوي سره، د کورنۍ د بنسټ پر پیاوړي کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «دښمنان پوهېږي چې کورنۍ په نښه کول، د ټولنې هویت او راتلونکي ته زیان رسول دي؛ له همدې امله د نندارتون په دې دوره کې کورنۍ ته پاملرنه یو ستراتیژیک اقدام دی.»

 

د «ایران در پناه قرآن » په شعار سره د نندارتون ترسره کېدل

د قرآن کریم ۳۳م نړیوال نندارتون د «ایران در پناه قرآن » په شعار سره په تهران کې د امام خمیني (ره) په مصلی کې ترسره کېږي او د کب تر ۱۵مې له غرمې وروسته ۴ بجو څخه د شپې تر ۱۱ بجو پورې د مینوالو کوربه توب کوي.

قرآني نندارتون د ایران د تر ټولو لویو کلتوري پېښو څخه یو دی چې د قرآن کریم علمي، هنري او نړیوالو ظرفیتونو د معرفۍ لپاره زمینه برابره کړې او د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتوري چلند یو ښکاره انځور دی چې په نړیواله کچه د دیني ارزښتونو په ساتنه کې فعاله رول لوبوي.