فارس ولایت کښې هره ورځ اووه زره قراني محفلونه جوړیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i171084-فارس_ولایت_کښې_هره_ورځ_اووه_زره_قراني_محفلونه_جوړیږي
پارس ټوډی – د فارس ولایت د اسلامي تبلیغاتو د قراني چارو د ادارې مشر د ایران په دغه سویلي ولایت کښې د رمضان د مبارکې میاشتې په دوران کښې هره ورځ د قران کریم د سیپارو لوستلو د څه باندې اوو زرو غونډو د جوړیدو خبر ورکړ.
(last modified 2026-02-24T07:03:38+00:00 )
Feb 24, 2026 11:03 Asia/Kabul
  • فارس ولایت کښې هره ورځ اووه زره قراني محفلونه جوړیږي

پارس ټوډی – د فارس ولایت د اسلامي تبلیغاتو د قراني چارو د ادارې مشر د ایران په دغه سویلي ولایت کښې د رمضان د مبارکې میاشتې په دوران کښې هره ورځ د قران کریم د سیپارو لوستلو د څه باندې اوو زرو غونډو د جوړیدو خبر ورکړ.

پارس ټوډی د ایسنا په حواله خبر ورکړی چې د ایران په سویل کښې د فارس ولایت د اسلامي تبلیغاتو د قراني چارو د ادارې مشر «سیدحمید موسوي» په دغه ولایت کښې د روژې د مباشکې میاشتې په اوږدو کښې هره ورځ د قران خوانۍ له اوو زرو د زیاتو غونډو د ترسره کیدو په هکله وویل: دا محفلونه چې د رمضان المبارک او د قران د پسرلي د میاشتې د دودونو د یوې برخې په توګه ترسره کیږي، زیاتره په ولسي توګه او د کلتوري ارګانونو په څارنې سره ترسره کیږي.

موسوي وویل: په شیراز ښار کښې چې په ایران کښې د اهل بیتو علیهم السلام دریم ستر حرم دی، د روژې په میاشت کښې له قران سره د مینې څه باندې ۴۵ محفلونه ترسره کیږي چې د قران او اهل بیتو د کلتور دودولو ته د دغه ښار د خلکو د ځانګړې پاملرنې نښه ده.

د فارس ولایت د اسلامي تبلیغاتو د قراني چارو د ادارې مشر زیاته کړه: د قران د سیپارو لوستلو دغه غونډې، د قران له سپیڅلي کتاب سره د خلکو د مینې پر زیاتولو سربیره، د رمضان په مبارکه میاشت کښې د فارس ولایت یو ډیر مهم کلتوري او دیني پروګرام هم دی.