د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي شهید شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i171462-د_ایران_د_ملي_امنیت_د_عالي_شورا_منشي_شهید_شو
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا دارالانشاء په یوه خبرپاڼه کښې د امریکايي-صهیوني دښمن به حمله کښې د دغې شورا د مشر علي لاریجاني د شهادت خبر ورکړ.
(last modified 2026-03-18T06:10:21+00:00 )
Mar 18, 2026 10:38 Asia/Kabul
  • د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي شهید شو

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا دارالانشاء په یوه خبرپاڼه کښې د امریکايي-صهیوني دښمن به حمله کښې د دغې شورا د مشر علي لاریجاني د شهادت خبر ورکړ.

د پارس ټوډی د خبر له مخې، په یادې خبرپاڼې کښې راغلي دي: علي لاریجاني د خپل برکتناک عمر تر وروستیو شیبو پورې د کلمة الله د لوړاوي اود  ګران ایران د سرلوړۍ او ترقۍ په لټه کښې و او همیشه به یې خلک او چارواکي د خونړي دښمن به وړاندې یووالي او پیوستون ته رابلل.

دوي آخر د رمضان د مبارکې میاشتې د پیشمني په وخت، له خپل مومن زوي مرتضی او هم د ملي امنیت د عالي شورا د دارالانشاء د امنیت له معین علیرضا بیات او څو غیرتي ساتونکو سره یوځاې د شهادت لوړې درجې ته ورسید.

په دې خبرپاڼه کښې همداشان راغلي دي: پریکنده بریالیتوب د حق د لارې د مجاهدانو په تمه دی او دا شهادتونه به ملت او امت، د خدای د دغو بندګانو د لارې دوام ته لا هوډمن کړي.