امریکايي او صهیوني دښمن ته د سردار موسوي خبرداری:
زیربناوې مو وویشتې، اوس ټینګ شئ
Mar 28, 2026 00:38 Asia/Kabul
پارس ټوډی- د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوافضا ځواک قومندان د ایران په زیربناو باندې د امریکايي او صهیوني دښمن بریدونو ته غبرګون ښودلی دی.
د پارس ټوډی د خبر له مخې، سردار سید مجید موسوي د ایران په بیخ بناو باندې د امریکايي او صهیوني دښمن د حملو په هکله ولیکل: له دې مخکښې مو یو ځل مونږ وآزمایلو، دنیا دوباره ولیدل چې تاسو په خپلو له اور سره لوبې او په زیربناو باندې حملې پیل کړې.
سردار سید مجید موسوي په خپلې سوشل میډیا ولیکل: دا ځل به معادله د سترګې په بدل کښې سترګه نه وي، په تمه ووسئ.
هغه وویل: د امریکې او صهیونیسټي رژیم پورې اړونده صنعتي شرکتونو کارکوونکي دې د خپل کار له ځایه سمدستي ووځي چې ژوند ته یې خطر پیښ نه شي.
ټیګونه