سردار شکارچي: ایران به د جنګ د ختمولو لپاره شرط ږدي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i171716-سردار_شکارچي_ایران_به_د_جنګ_د_ختمولو_لپاره_شرط_ږدي
پارس ټوډی- د ایران د وسله والو ځواکونو جګپوړي ویاند دښمنانو ته په خطاب کښې وویل: له خپلو هالیووډي صلاحکارانو لرې شئ او حقیقت ته غاړه کښیږدئ.
(last modified 2026-03-28T01:23:14+00:00 )
Mar 28, 2026 05:49 Asia/Kabul
  • سردار شکارچي: ایران به د جنګ د ختمولو لپاره شرط ږدي

پارس ټوډی- د ایران د وسله والو ځواکونو جګپوړي ویاند دښمنانو ته په خطاب کښې وویل: له خپلو هالیووډي صلاحکارانو لرې شئ او حقیقت ته غاړه کښیږدئ.

د پارس ټوډی د خبر له مخې، سردار ابوالفضل شکارچي امریکې او صهیونیسټي رزیم ته خبرداری ورکړ چې ایران پیاوړی او د میدان ګټونکی دی او ګټونکی هیواد د جنګ د ختمولو لپاره شرط ټاکي او د ایران د اسلامي جمهوریت دښمنان به د دغه شرط منلو ته مبجور وي.

هغه ټینګار وکړ: تاسو د عمل په میدان کښې د ایران د وسله والو ځواکونو او د ایران د ستر ولس قدرت ولیده، ښه به وي چې په خود کښې شئ او له توهمه راووځئ او له خپلو هالیووډي صلاحکارانو لرې شئ او حقیقت ومنئ.