له ایران اسلامي جمهوریت سره جنګ ختمیدا ته نږدی دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ له «فاکس نیوز» ټیلي ويژن سره په مرکه کښې ادعا وکړه چې له ایران سره جنګ ختمیدا ته نږدی دی او ایران زیات موافقې ته لیواله دی.
د امریکا بې منطقه ، دیکتاتور ، دروغجن او سرزوري ولسمشر ډونالډ ټرامپ چې تل ګډې وډې او بې ځایه خبري کوي له ایران سره د جنګ د پیلیدا د دلیل په اړه ادعا وکړه:مجبوره وو چې لاره بدله کړو، ځکه که چیرې دغه کار مو نه کولای، ایران به اوس اټومي وسلې درلودلې.»
د امریکا د ولسمشر ټرامپ دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې د ایران د اسلامي انقلاب شهید مشر حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په ځلونو فرمائیلي چې د اسلام له نظره د اټومي وسلو جوړول حرام دي او ایران هیڅکله د اټومي وسلو د جوړولو کوشش نه دی کړی.
امریکا هسې د دنیا خلکو ته د دوکې د ورکولو او د جنګ لپاره د پلمې د لټولو لپاره د اټومي وسلو موضوع مطرح کوي.
د امریکا ولسمشر ټرامپ دغه پوښتنې ته په ځواب کښې چې ایا له ایران سره جنګ ختمیدا ته نږدې دی وویل فکر کوم چې ختمیدا ته نږدی دی هو. زما هدف دا دی چې زه دا ډول وینم چې جنګ ختمیدا ته نږدی دی.»
ټرامپ زیاته کړه که چیرې همدا اوس شاتګ وکړو شل کاله به وخت واخلي چې هیواد بیا ورغوي او زمونږ کار تراوسه نه دی ختم شوی او وبه ګورو چې څه کیږي.»
د امریکا دیکتاتور ولسمشر ترامپ چې د «جیفرې ایپسټین» په جزیرې کښې یې په سلګونو کوچنیو جینیو یې جنسي تیري هم کړی دي دغه راز ادعا وکړه چې په راتلونکو دوو ورځو کښې په پاکستان کښې له ایران سره خبرې کیدلای شي.