ایران د سیمې له پنځو هېوادونو څخه د تاوان غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i172046-ایران_د_سیمې_له_پنځو_هېوادونو_څخه_د_تاوان_غوښتنه_وکړه
پارس ټوډې – ایران په رسمي ډول په امریکايي ـ صهیونیسټي جګړې د ګډون له امله، د سیمې له پنځو هېوادونو څخه د تاوان د ورکړې غوښتنه وکړه.
(last modified 2026-04-15T11:01:47+00:00 )
Apr 15, 2026 15:30 Asia/Kabul
  • ایران د سیمې له پنځو هېوادونو څخه د تاوان غوښتنه وکړه

پارس ټوډې – ایران په رسمي ډول په امریکايي ـ صهیونیسټي جګړې د ګډون له امله، د سیمې له پنځو هېوادونو څخه د تاوان د ورکړې غوښتنه وکړه.

د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت دایمي استازي امیر سعید ایرواني څرګنده کړه: موږ د سیمې له پنځو هېوادونو، چې بحرین، عربستان، قطر، امارات او اردن پکې شامل دي، د تاوان د ورکړې غوښتنه کوو، ځکه دوی د امریکا او اسرائیلو په جګړه کې د ایران پر ضد برخه اخیستې ده. 

هغه وویل: دغه پنځه هېوادونه د خپلو ناقانونه نړیوالو کړنو له لارې، د ایران په وړاندې خپلې نړیوالې ژمنې او د نړیوالو قوانینو اصول یې نقض کړي دي، او په همدې توګه د دوی نړیوال مسئولیت رامنځته شوی او باید « د خپلو ناقانونه کړنو له امله د ټولو مادي او معنوي تاوانونو په ګډون، د ایران اسلامي جمهوریت ته د ټولو وارد شویو زیانونو بشپړ تاوان ورکړي.»