د اسرائیلو ترهه ګر رژیم د سولې لپاره جدي ګواښ دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i172378-د_اسرائیلو_ترهه_ګر_رژیم_د_سولې_لپاره_جدي_ګواښ_دی
پارس ټوډي – په ملګرو ملتو کې د ایران د اسلامي جمهوریت دایمي استازي او سفیر ټینګار وکړ چې صهیونیستي رژیم لا هم د سولې او امنیت لپاره یو جدي او دوامداره ګواښ دی.
(last modified 2026-04-29T08:02:11+00:00 )
Apr 29, 2026 12:26 Asia/Kabul
  •  د اسرائیلو ترهه ګر رژیم د سولې لپاره جدي ګواښ دی

پارس ټوډي – په ملګرو ملتو کې د ایران د اسلامي جمهوریت دایمي استازي او سفیر ټینګار وکړ چې صهیونیستي رژیم لا هم د سولې او امنیت لپاره یو جدي او دوامداره ګواښ دی.

د پارس ټوډي د ایرنا  له قوله راپور ورکړی، امیر سعید ایرواني بیګا  د ملګروملتو د امنیت شورا په غونډې کې وویل:  د اسرائیلو قانون ماتونکی او ترهګر رژیم لا هم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت او سولې لپاره یو دوامدار جدي ګواښ دی.

ایرواني وویل، غزه لا هم ویجاړه کلابنده ده، او اسرائیلي رژیم د اوربند په خلاف و رزئ سره  د بشري مرستو پر لاسرسي سختو محدودیتونو ته دوام ورکوي. هغه زیاته کړه؛په لوېدیځي غاړې کې د غیرقانوني ښارګوټو د جوړول  او پراخول دوام لري، چې دا د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتو د اړوندو پرېکړه‌لیکونو ښکاره  حلاف ورزي ده او نیواک  او بې‌ثباتي لا پیاوړې کوي.

ایرواني زیاته کړې ده چې ایران د فلسطینيانو  د کړاو پای ته رسولو لپاره  د هرې یوې باوري هڅې ملاتړ کوي، او  د اسرائیلو تېري یوازې د فلسطین تر نیواکي  سیمو پورې محدود نه دی، بلکې دا رژیم په ټولې سیمې کې نړیوال قوانین تر پښو لاندې کوي، په سورئې کې بیا بیا بریدونه کوي، د جولان لوړو  غیرقانوني نیواک  ته دوام ورکوي او د لبناند حاکمیت  خلاف ورزي کوي.

هغه وویل:  امنیت شورا باید جدي اقدام وکړي څو اسرائیل دې ته اړ کړي چې اوربند په بشپړه توګه رعایت کړي، پر ملکي وګړو او بنسټونو بریدونه ودروي او خپل نیواکي  او وحشي عسکر وباسي.

ایرواني همداراز وویل: د ۲۰۲۶ کال د فرورۍ په ۲۸، امریکا او اسرائیلي رژيم پر ایران بې‌دلیله یرغل پیل کړ چې دا د نړیوالو قوانینو ښکاره  خلاف ورزی ده، په تیره بیا د زور د کارولو د منع قانون چخڼي کول دي.

هغه زیاته کړه چې یرغلګرو د بشردوستانه نړیوالو قوانینو جدي خلاف ورزئ کړي او  عمومی تاسیسات ئې   په قصدي ډول په نښه کړي دي. په یوې بوږنونکي قصدي پېښې کې د ایران په  میناب  ښار کې د نجونو یو ښوونځی ویجاړ شو چې له امله  ۱۶۸  زیاتې زده کوونکې  انجونې شهیدانې  شوې.

هغه وویل: د  اپرېل تر  ۸ پورې لږ تر لږه ۳۳۷۵ عام کسان شهیدان شوي دي، او له ۷۰۰ څخه زیات تعلیمي، روغتیائي او کلتوري مرکزونه په نښه شوي دي. حیاتي صنعتي بنسټونه هم  له بمباریو او توغندوي حملو سره مخ شوي دي.

هغه  ټینګار وکړ چې امریکا او اسرائیل باید بشپړ مسئولیت ومني او حساب ورکړي، او د جنګ جنایتونه او د بشریت ضد جرمونه باید د نړیوالو قوانینو له مخې وڅېړل شي.

ایرواني دا هم وویل چې پر ایران لګېدلي تورونه بې‌اساسه  دي او  د اسرائیلو استازی، چې د یوه نیواکګر او یرغلګر رژیم استازیتوب کوي، هېڅ قانوني، اخلاقي او سیاسي صلاحیت نه لري چې نورو هېوادونو ته نصیحت وکړي یا پرې تورونه ولګوي.