بقایي: د امریکا عامه افکار دې خپل حاکمان د ایران پر ضد د جګړې د تحمیلولو له امله حسابورکوونکي کړي
پارس ټوډې- د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د امریکا د کانګرس د یوه استازي د خبرو د یوې برخې په بیا خپرولو سره ولیکل: د امریکا عامه افکار دې خپل حاکمان د ایران پر ضد د جګړې د تحمیلولو له امله حسابورکوونکي کړي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي، تېرماښام د امریکا د جګړې د وزیر په استماعیه غونډه کې د کانګرس د یوه استازي د پوښتنې په بیا خپرولو سره، چې د ۱۴۰۴ کال د کب په ۹مه نېټه د میناب د شجره طیبه ښوونځي پر لور د توغول شویو توغندیو د بیې په اړه پوښتنه کړې وه، په ایکس شبکه کې ولیکل: د کانګرس د دې استازي پوښتنه باید په دې ډول مطرح شي: د امریکا د جګړې وزیر د امریکايي مالیه ورکوونکو له پیسو څخه څومره د بېګناه زدهکوونکو او د هغوی د ښوونکو د وژلو لپاره د فبرورۍ په ۲۸ مه نېټه د میناب د شجره طیبه ښوونځي په پېښه کې لګولي دي؟ هغه پر دې باندې په ټینګار سره چې دا موضوع په بشپړه توګه روښانه ده چې د میناب د ښوونځي جنایت په هېڅ ډول د «یوه ناوړه پېښې» په نوم نه شي توصیف کېدای؛ ولیکل: د میناب پر ښوونځي برید یو له مخکې پلان شوی وحشیانه جنګي جنایت وو. د دې جنګي جنایت امرکوونکي او ترسره کوونکي باید محاکمه شي او عدالت ته وسپارل شي.