د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي نن چین ته ورځي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i172578-د_ایران_د_بهرنیو_چارو_وزیر_عباس_عراقچي_نن_چین_ته_ورځي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی چین ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سید عباس عراقچي سفر په داسې شرایطو کښې ترسره کیږي چې د اوربند د تثبیت او د کړکیچ د مدیریت لپاره د ایران ډیپلوماسۍ نوي پړاو ته ورننوتلې ده.
(last modified 2026-05-05T11:47:26+00:00 )
May 05, 2026 16:11 Asia/Kabul
  • د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي نن چین ته ورځي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی چین ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سید عباس عراقچي سفر په داسې شرایطو کښې ترسره کیږي چې د اوربند د تثبیت او د کړکیچ د مدیریت لپاره د ایران ډیپلوماسۍ نوي پړاو ته ورننوتلې ده.

چین په سیمه کښې د یوه اغیز شیندونکي هیواد، د تجاري سټراټيژیک شریک او د ملګروملتونو د امنیت شورا د دائمي غړي په توګه چې په مینځني ختیځ کښې د سولي  په ساتلو کښې نیغ په نیغه ګټې لري په سیمه کښې د سولې او د امنیت له ټینګیدا سره په مرسته کولو او په نړیواله سویه له زیږې یواړخیز پالنې سره په مقابلې کولو کښې اغیز شیندونکی رول لوبولی شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر عباس عراقچي نن له سیمه ئیزو او له سیمې د ورهاخو شرکاو سره د ایران د ډيپلوماټیکو سلامشورو په دوام کښې نن د چین پلازمینې پیکینګ ته ځي.

چین ته د ایران د خارجه وزیر دغه سفر په فارس خلیج سیمه او هرمز اوبلاره کښې د ایران  پرضد د خوځښتونو او د ګواښونو له زیاتیدا وروسته د سیمې د تاوتریخوالو له سختیدا سره په یووخت ترسره کیږي.

دغه سفر له دې کبله  دوه چنده اهمیت لري چې ایران او امریکا د یوه ناماتیدونکي اوربند په مینځ کښې دي داسې اوربند چې د هوايي حملو له بندیدا سره سره د سمندري نښتو د پیلیدا او په نړیوالو تجارتي کشتیو باندې په تیري کښې د امریکا د اقدام په دلیل خپل ماهیت له لاسه ورکړی دی.

له بلې خوا چین به زر د امریکا د ولسمشر ټرامپ کوربه وي او هیله کیږي چې د دواړو هیوادونو ولسمشران به د سیمې د مسائیلو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړي.

چین ته د ایران د خارجه وزیر عباس عراقچي سفر چې روسیې ته له سفر اوه ورځې ترسره کیږي امریکا او نړیوالې ټولنې ته یو روښانه پیغام لري چې ایران د جنګ  او د زیات دباو په شرایطو کښې له ډيپلوماټیک نظره منزوي او یوازی نه دی او په ټول توان سره له سترو قدرتونو سره خپل ارتباطاتي اړمونه لري.