پزشکیان: ایران د اخلاقمن او مسئول قدرت استازی دی
May 06, 2026 10:41 Asia/Kabul
-
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان
پارس تودی – د ایران ولسمشر په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل: ایران د اخلاقمن او مسئول قدرت استازی دی او دښمنان یې له مسئولیت تش او ځواب نه ویونکې قدرت هینداره ده.
د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د ایکس په ټولنیزه رسنۍ کې ولیکل: « که سیاست یوازې تش قدرت ته راټیټ شي، پایله یې هغه نړۍ ده چي نن یې تجروبه کوو، بلوا، ظلم او بې عدالتي، سمندري غلا.
پزشکیان ټینګار وکړ: د ایراني ولس په ملي عنعناتو کې او زمونږ په دیني چوکاټ کې، له اخلاقیاتو پرته قدرت معنا نه لري. ایران د اخلاقمن او مسئولیت منونکی قدرت استازی دی او دښمنان یې د بې مسئولیتی او ځواب ویونکې هینداره ده.