عراقچي:ایران اوس له جنګ څخه له مخکې ایران څخه متفاوت دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i172624-عراقچي_ایران_اوس_له_جنګ_څخه_له_مخکې_ایران_څخه_متفاوت_دی
پارس ټوډې- د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وویل: زمونږ د چین دوستان اعتقاد لري ایران له جنګ څخه وروسته خپل اقتدار او وسونه اثبات کړي دي او ایران له جنګ څخه له مخکې ایران څخه متفاوت دی.
(last modified 2026-05-07T05:54:00+00:00 )
May 07, 2026 10:21 Asia/Kabul
  • عراقچي:ایران اوس له جنګ څخه له مخکې ایران څخه متفاوت دی

پارس ټوډې- د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وویل: زمونږ د چین دوستان اعتقاد لري ایران له جنګ څخه وروسته خپل اقتدار او وسونه اثبات کړي دي او ایران له جنګ څخه له مخکې ایران څخه متفاوت دی.

د پارس ټو‌ډې سایټ د راپور پراساس د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي چې د چین له خارجه وزیر «وانګ يي» سره  چې پیکینګ ته تللی و له دغه کتنې وروسته په دې خبرې سره چې له نورو هیوادونو سره د ملګرتایو نوی پړاو مخ ته پروت دی ډاګینه کړه: دغه ملګرتیاوې به زمونږ له دوستو هیوادونو او د چین په شان له هیوادونو سره چې زمونږ سټراټيژیک شریک دی خپله نوې ارتقا شوې بڼه خپله کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي چین ته سفر روسیې ته د خپل سفر دوام وباله او ویې ویل په دغه سفر کښې جنګ ته د ټولو اړونده مسائیلو، د جنګ د ختمیدا د څرنګوالي، د خبرو اترو د بحث په اړه چې روانې دي او د ایران سوله ئیز اټومي فعالیتونه ، بایکاټونو ته د اړونده بحثونو او د خپل مینځه ټولو مسائیلو په اړه سلامشوره وشوه.

د ایران خارجه وزیر عراقچي د هرمز اوبلارې بحث او هرمز ته اړونده مسائیل لکه د ایران د اسلامي جمهوریت د حقوقو د رعایتونو ضرورت د چین له خارجه وزیر سره یو جدي بحث وباله.

هغه په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د ډیرو  نړیوالو او د سیمه ئیزو مسائیلو په اړه ایران او چین ګډ نظر لري او له یوبل سره نږدې مشورې لري وویل په دغه کتنې کښې مو موافقه وکړه نه یوازې دغو سلامشورو ته دوام ورکړو بلکې د ملګرتیا نوې سویې ته ورسیږو.