اسماعیل بقايي:خبرې، له تپلو او ګواښ سره هیڅ ارتباط نلري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i172626-اسماعیل_بقايي_خبرې_له_تپلو_او_ګواښ_سره_هیڅ_ارتباط_نلري
پارس ټوډې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» په اینټرنیټ کښې په یوه پیغام کښې ولیکل:خبرې، له تپلو او ګواښ سره هیڅ اړیکه نلري.
(last modified 2026-05-07T06:21:49+00:00 )
May 07, 2026 10:48 Asia/Kabul
  • اسماعیل بقايي:خبرې، له تپلو او ګواښ سره هیڅ ارتباط نلري

پارس ټوډې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» په اینټرنیټ کښې په یوه پیغام کښې ولیکل:خبرې، له تپلو او ګواښ سره هیڅ اړیکه نلري.

پارس ټوډې سایټ راپور راکړی، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» په اینټرنیټ کښې په یوه پیغام کښې ولیکل:د «خبرو» مفهوم د اختلاف د حل کولو په هدف سره د مذاکراتو  لپاره صادقانه او حقیقي هڅې ته ضرورت لري (د هیګ د انصاف د نړیوالې محکمې د دوه زره یولسم میلادي کال د اپریل د میاشتې د لومړۍ نیټه رایه)؛ پر دې اساس« خبرې» جدیت او ښه نیت ته ضرورت لري.خبرې نه «جګړه» ده ، نه «دیکته» «نه په زوره اخیستل» او «نه مجبورول» .

په عین حال کښې «اسماعیل بقایي» د ایران د ځوابونو د محتوا په هکله د ځینې رسنیو د ادعا او ګونګوسې په ردولو سره ټینګار وکړ:ایران تراوسه امریکا ته  خپل ځواب نه دی ورکړی.

هغه دغه راز د پاکستان په مینځګړیتوب سره د ډیپلوماټیک بهیر د وروستي حالت په اړه وویل: د پاکستان په مینځګړیتوب سره د ایران او د امریکا ترمینځ د پیغامونو تبادله کیږي او د تبادله شویو متنونو په هکله غور روان دی.

اسماعیل بقايي، ډاګینه کړه: د تهران د څوارلس ماده ئیز پلان په هکله د امریکا نظرونو ته د ایران ځواب تراوسه د پاکستان لوري ته نه دی ورکړل شوی.