بقایي: د ټرمپ ادعاوې له رسواکوونکي تناقض سره مخ دي
پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه پیغام کې ولیکل: ټرمپ د اټومي موضوع د حل لپاره په ادعا او د اټومي برید له ګواښ سره هممهاله، له یوه رسواکوونکي تناقض سره مخ دی.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند «اسماعیل بقایي» تېره شپه په ایکس شبکې کې په یوه پیغام کې، د سټنلي کوبریک مشهور فلم «ډاکټر سټرېنج لاو: څنګه مې زده کړل چې پر اندېښنې برلاسی شم او له بم سره مینه وکړم» ته اشاره وکړه او د هغه د لیدو غوښتنه یې وکړه.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ولیکل: دا ډېر رسواکوونکی تناقض دی چې له یوې خوا د اټومي بحران د مخنیوي او د سولې د ټینګښت ادعا کوي او له بلې خوا حللاره په «یوې لویې ځلېدونکې رڼا» کې ویني.
بقایي ټینګار وکړ: ټرمپ د اټومي موضوع د حل لپاره په ادعا او د اټومي برید له ګواښ سره هممهاله، له یوه رسواکوونکي تناقض سره مخ دی.