عاصم منیرد ایران له ولسمشر او د پارلیمان له مشر سره وکتل
د پاکستان د پوځ قومندان د ایران د اسلامي جمهوریت له ولسمشر سره ملاقات کړی دی.
د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان د پوځ قومندان عاصم منیر او ورسره پلاوی بیګا د ایران د کورنیو چارو د وزیر په هرکلي سره تهران راغلی دی.
هغه نن په تهران کښې د ایران د اسلامي شورا له مشر محمد باقر قالیباف سره هم وکتل او د تپلي جنګ د خاتمې د مذاکراتو د وروستي حالت په هکله یې صلاح مشورې وکړې.
قالیباف په دغه کتنه کښې د وروستي تپلي جنګ او له هغه وروسته د مذاکراتو د بهیر په شمول مختلفو پړاونو کښې د پاکستان د ولس او حکومت له ملاتړونو او اقداماتو په قدرونې سره، دغه تعاملات د اسلامي ملتونو او حکومتونو ترمینځ د ښې ملګرتیا یوه نمونه وبلله اچې د نورو اسلامي هیوادونو لپاره هم بیلګه او مثال ګرځیدې شي.
د ایران د اسلامي شورا (پارلیمان) مشر هم د پاکستان د پوځ له قومندان سره په کتنه کښې همداشان وویل: د ایران اسلامي جمهوریت لکه څنګه چې د جنګ په میدان کښې په میړانې او اقتدار سره د خپل وطن دفاع وکړه، د ډیپلماسۍ په ډګر کښې هم په هوښیارۍ او قدرت سره د ایران د حقه حقوقو او د ملي ګټو د تامین لپاره کوشش کوي.