امریکا نه شي کولای نړۍ د خپلو جنایتونو له حقیقت څخه واړوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i173742-امریکا_نه_شي_کولای_نړۍ_د_خپلو_جنایتونو_له_حقیقت_څخه_واړوي
پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه پیغام کې ولیکل: د ایران پر وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر بې‌بنسټه ادعاوې نه شي کولای نړۍ د هغوی د جنایتونو له حقیقت څخه منحرفه کړي.
(last modified 2026-06-04T00:41:58+00:00 )
Jun 04, 2026 05:09 Asia/Kabul
  • امریکا نه شي کولای نړۍ د خپلو جنایتونو له حقیقت څخه واړوي

پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه پیغام کې ولیکل: د ایران پر وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر بې‌بنسټه ادعاوې نه شي کولای نړۍ د هغوی د جنایتونو له حقیقت څخه منحرفه کړي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي په اېکس ټولنیزه شبکه کې د کانګرس د استماع په غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د هغو ادعاوو په غبرګون کې، چې ایران یې د امریکایي چارواکو د ترور لپاره په هڅه تورن کړی وو، ولیکل: «کافر نور په خپل رنګ ویني.»

بقایي زیاته کړه: «د قرباني شوي د بڼې خپلول، نه شي کولای هغه وحشیانه جنګي جنایتونه، نسل‌وژنه او د بشریت پر ضد جنایتونه توجیه کړي چې تاسو د ایران د ملت پر ضد ترسره کړي دي.»

د یادونې وړ ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د کانګرس د استماع په غونډه کې د ایران پر ضد د خپلو څرګندونو په ترڅ کې ادعا کړې وه چې ایران د امریکایي چارواکو د ترور په لټه کې دی.