صهیونیسټي رژیم دې  پر لبنان خپل بریدونه ودروي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i173924-صهیونیسټي_رژیم_دې_پر_لبنان_خپل_بریدونه_ودروي
د ایران  د اسلامی جمهوریت د  خاتم‌الانبیا مرکزي  غونډ قوماندان،سردار عبداللهي  په یولړ څرګندونو کې وویل: مونږ مخکې خبرداری ورکړی ؤ چې که  د لبنان په ضاحیې کې جنایتونه پراخ شي، نو بیا به  هم کوټلی ځواب  ورکړو.
(last modified 2026-06-08T01:52:01+00:00 )
Jun 08, 2026 06:18 Asia/Kabul
  •  صهیونیسټي رژیم دې  پر لبنان خپل بریدونه ودروي

د ایران  د اسلامی جمهوریت د  خاتم‌الانبیا مرکزي  غونډ قوماندان،سردار عبداللهي  په یولړ څرګندونو کې وویل: مونږ مخکې خبرداری ورکړی ؤ چې که  د لبنان په ضاحیې کې جنایتونه پراخ شي، نو بیا به  هم کوټلی ځواب  ورکړو.

زمونږ خبریال راپور راکړ، سردار عبداللهای  په یوې وروستئ اعلامیې کې وئيلي دي،  صهیونیسټي تېری کوونکی رژیم د اوربند په پرله‌پسې  خلاف ورزیو سره، د امریکا د جنایتکار حکومت په ملاتړ او د نړیوالو بنسټونو د چوپتیا په سیوري کې، د لبنان د مظلومو خلکو پر ضد خپل شرارتونه ورځ تر بلې زیاتوي او د فاسفورس لرونکو  بمونو پشمول  له ممنوعه وسلو  په استفادې سره جنګي جنایتونه  کوي.

 هغه په دآګه کړې ده ، سره له دې چې د ایران اسلامي جمهوریت مخکې خبرداری ورکړی و، خو ماشوم وژونکي صهیونیسټي رژیم له ټولو سرو کرښو واوښت او د جنوبي لبنان د بریدونو په زیاتولو سره ئې د بیروت ضاحیه هم په نښه کړه. مونږ مخکې خبرداری ورکړی و چې که د بیروت په ضاحیې کې جنایتونه پراخ شي، نو په نیواکي  سیمو کې به ځینې  ټارګټونه په نښه کړي.

 د خاتم الانبیاء مرکزی غونډ قوماندان  زیاته کړې ده،صهیونیسټي پوځ باید پر جنوبي لبنان او ضاحیې خپل بریدونه ودروي. که دغه رژیم خپل بریدونه پراخ کړي او یا د ایران د اقدام په وړاندې غبرګون وښئي، نو له لا سختو او پښېمانه کوونکو ګوزارونو سره به مخامخ شي او د رژیم او د هغه د ملاتړو پر ضد به ویجاړوونکي بریدونه پیل شي.