د ایران او د افغانستان مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i173938-د_ایران_او_د_افغانستان_مطبوعاتو_ته_کتنه
نن د تهران چاپ اکثرو ورځپاڼو د بېلابېلو مسائلو تر څنګ په اسرائیل رژیم باندې د ایران د اسلامي جمهوریت د توغندوي برید په هکله لیکنې کړي دي.
(last modified 2026-06-08T07:49:14+00:00 )
Jun 08, 2026 12:18 Asia/Kabul
  • د ایران او د افغانستان مطبوعاتو ته کتنه

نن د تهران چاپ اکثرو ورځپاڼو د بېلابېلو مسائلو تر څنګ په اسرائیل رژیم باندې د ایران د اسلامي جمهوریت د توغندوي برید په هکله لیکنې کړي دي.

بېګاه د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران په لبنان کې په عامو خلګو باندې د اسرائیل رژیم د هوایي بمباریو په ځواب کې، د اسرائیل رژیم د رامات دیوید په شمول د دې رژیم په ځینو مهمو فوځې اډو باندې لږ تر لږه ۲۰ بالیسټیک توغندی وتوغول، چي په ځواب کې دغه رژیم بیا په ایران کې په دریو راډاري تاسیساتو او د ماهشهر په پټروکمېل کارخانې باندې بمباري وکړه، د تهران چاپ جام جم ورځپاڼې هم دې مسائلو ته په کتو سره په خپله لومړۍ پاڼه کې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران اعلامیې ته انعکاس ورکړی دی چي لیکلي دي: د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران عمومي اړیکو د نواتیم او تلنوف ستراتیژیک هوایي اډو او مهمو مرکزونو پر ضد د نصر عملیات د پیل اعلان وکړ: د سپاه پاسداران ټول جنګي او عملیاتي قطعې د پښېمانه کوونکو پراخو عملیاتو د ترسره کولو لپاره په ټولو جبهاتو کې بشپړه چمتووالې لري او د دښمن د سناریوګانو سره سم یې د اقدام پروګرامونه برابر کړي دي.

د ورځپاڼې له راپور سره سم، په دې اعلامیه کې راغلې ده: د لوی خدای په توکل او مرستې سره، څو شیبې مخکې د سپاه د هوافضا زړورو جنګیالیو د "یا حیدر کرار" مقدس رمز او د ۱۲ ورځني جنګ شهیدانو ته د ډالۍ په توګه د نصر عملیات پیل کړل او د نواتیم او تلنوف په ستراتیژیکو هوایي اډو کې مهم مرکزونه یې په نښه کړل.

اعلامیه زیاتوي: دا عملیات د هېواد په درېیو ځایونو کې پر څو راداري سایټونو د ماشوم وژونکي صهیونیستي رژیم د توغندیز برید په ځواب کې ترسره شو.

د صهیونیستي رژیم د پوځ د تېریو په ځواب کې چټک ردعمل او د ګڼ شمېر  صهیونیستي اهدافو په نښه کېدل تر سره کېدونکې اقداماتو څخه دي.

د اعلامیې په پای کې راغلی دی: د سپاه پاسداران ټولې جنګي او عملیاتي قطعې د سبق ورکوونکو پراخو عملیاتو د ترسره کولو لپاره په ټولو جبهو کې په بشپړه توګه چمتو دي او د دښمن د سناریوګانو سره سم د عملیاتي پلانونه برابر کړي دي. و ما النصر الا من الله العزیز الحکیم

جوان ورځپاڼې هم وروستیو پېښو ته په اشارې سره، د اسرائیل رژیم په خلاف د ایران له فوځي عملیات سره، د یمن د یوځای کېدو خبر ورکړی دی او لیکلي دي چي یمن هم بېګاه شپه د ایران له فوځي عملیات سره هممهاله، په اسرائیل رژیم باندې توغندوي ګوزار کړی دی.

د ورځپاڼې له راپور سره سم، د صهیونیستي رژیم پوځ په یوه اعلامیه کې ادعا کړې ده چې د دې رژیم د هوايي دفاع سیستمونه د یمن له خوا توغول شوي توغندی تعقیبوي او ورسره مقابله کوي.

جوان زیاتوي چي د صهیونیستي رژیم د کورني جبهې قوماندانۍ هم دا توغندیز برید تایید کړی او اعلان یې کړی چې له یمن څخه د اسرائیل مرکز ته د توغندي د توغولو تر پېژندلو وروسته، د دې سیمې د مرکزي او جنوبي برخو اوسېدونکو ته ژر خبرداری ورکړل شوی دی.

ورځپاڼې همداشان په یوه بل مطلب کې چي عنوان یې دی: انتخاب تاسو سره دی، حماقت بندوئ او که د دوو اوبلارو بندون سره مخامخیږئ!!! امریکایانو او صهیونیستانو ته په خطاب کې په نړیوالو چارو کې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د سلاکار خبرداری ته انعکاس ورکړی دی.

جوان لیکي: په نړیوالو چارو کې د معظم انقلاب د رهبر مشاور علي اکبر ولايتي، څرګنده کړه: د څو ورځې مخکې وړاندوینه عملي شوه؛ د «ذات السلاسل» په ډول توغندیز ځواب. هغه وویل: په بیروت کې د رژیم نننۍ حماقت او د اوربند ښکاره سرغړوی ، زموږ د ځواب د کړۍ لومړۍ حلقه فعاله کړه.

ولایتي ویلي چي د باب المندب نننۍ امنیت باید د دښمن د محاسباتي تېروتنې لامل نه شي. د مقاومت حلقې دا توان لري چې دواړه اوبه لارې وتړي؛ انتخاب ستاسو دی: د حماقت درول یا د دواړو تنګو د اصولي توازن ته ننوتل!

دا په دې معنا ده چي د هرمز تنګی تر څنګ د باب المندب اوبلاره به هم ډېر ژر د امریکا، صهیونیست رژیم او د هغوی د ملګرو په مخ بند شي.

رابه شو د تهران چاپ سیاست روز ورځپاڼې ته!!!

په وروستیو ورځو کې په کویټ کې د امریکایانو په اډې باندې د ایران د اسلامي جمهوریت له ځپونکې حملې څخه وروسته، ځینو بهرنیو رسنیو او د کویټ پورې اړوندې سرچینې ادعا وکړه، چي د دې برید پر مهال د ملکیانو یوه سیمه د ایران له خوا په نښه شوې چي په ترڅ کې یې ۳۲ تنه عامو وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

سیاست روز ورځپاڼې همدې مسالې ته په اشارې سره، په یوه مطلب کې د رسمی سرچینو په حواله لیکلي دي، چي له څو ورځو وروسته، معلومه شوه چي استوګنیزه سیمه د ایران له خوا نه بلکې د امریکا د پاټریوت دفاعي سیسټم د توغندی له خوا په نښه شوی دی، په داسي ډول چي امریکایي توغندی د ایران له بریدونو سره د مقابلې لپاره توغول شوی دی خو وروسته، فېل شوی او بیا د خلګو په کورونو ور پرېوتی دی.  ورځپاڼه په دوام کې زیاتوي: نړیوالو رسنیو راپورونه او تحقیقات ښيي چې په بحرین کې ځینې زیانونه او حتی د کویټ د هوایي ډګر پېښه، ښايي د امریکایي دفاعي پاټریوت توغندیو د ناکام فعالیت یا خطا له امله رامنځته شوي وي.

سیاست روز لیکي: د وروستۍ جګړې له تر ټولو جنجالي پېښو څخه یوه، د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۹مه نېټه د بحرین په «المهزه» سیمه کې پراخه چاودنه وه. د پېښې په لومړیو ساعتونو کې، امریکايي او بحریني چارواکو ادعا وکړه چې یو ایراني بې‌پیلوټه الوتکه پر استوګنیزې سیمې لګېدلې ده. خو وروسته څېړنو بله کیسه راپورته کړه.

د ورځپاڼې له راپور سره سم، د میدلبري د نړیوالو مطالعاتو انسټیټیوټ څېړونکو له خوا ترسره شوې څېړنې، چې پایلې یې د رویټرز خبري آژانس له خوا خپرې شوې، وښودله چې هغه توغندی چې د ۳۲ ملکي وګړو د ټپي کېدو لامل شوي، ډېر احتمال لري چې د امریکايي پاتریوت توغندیز سیستم څخه توغول شوی وي. څېړونکو په ټولنیزو رسنیو کې د سپوږمکۍ خپاره شوي انځورونه، ویډیوګانې او د توغندي د الوت مسیر تحلیل کړي او دې نتیجې ته رسېدلي دي چې توغندی د الرفاع په سیمه کې د امریکا د ځای پر ځای شوي پاتریوت سیسټم څخه توغول شوی او له منحرفېدو یا د مسیر په منځ کې د چاودنې وروسته، د خلګو په کورونو باندې پرېوتی دی.

ورځپاڼه یادونه کوي چي ایران هیڅکله په ملکی خلګو برید نه کوي او هدف یې په بحرین او کویټ کې یوازې امریکایي اډې دي، او  بیا لیکي چي د پام وړ ټکی دا و چې د بحرین حکومت څو ورځې وروسته د لومړي ځل لپاره تایید کړه چې په دې پېښه کې یو پاتریوت توغندی رول درلود.

د افغانستان مطبوعاتو ته کتنه!

د افغانستان د مطبوعاتو په سر کې د اطلاعات روز ورځپاڼه را اخلو

دغې ورځپاڼې د اهل تشیع د ستر عالم ایت الله فیاض د وفات په مناسبت یو مطلب خپور کړی دی چي عنوان یې دی: هغه ایت الله چي په افغانستان کې د ودې فرصت نه درلود.

په مطلب کې راغلی دی: آیت‌الله محمد اسحاق فیاض د افغانستان له مشهورو مراجعو څخه و چې تازه په عراق کې وفات شو. کله چې د هغه ژوندلیک لولو، هماغه الګو ته رسېږو چې په ټولو ورته مواردو کې د علم او تخصص په برخه کې په افغانستان کې تکراریږي: یو کس په افغانستان کې زیږي، خو په افغانستان کې نه وده کوي او نه تخصص پیدا کوي.

ورځپاڼه لیکي: د ودې او تخصص لاره عموماً په نورو هېوادونو کې ورته پرانیستل کیږي. دا وده د هېواد څخه بهر البته وروسته له هغه رامنځته کیږي چې یاد کس په خپل وطن (افغانستان) کې د بې وسۍ او بندون تجربه بیا بیا تېرې کړې وي. دا تجربوي تعارض یا ټکر، یعنې په وطن کې دردوونکې مخینه او په هجرت کې بیا پراخوالې، د تل لپاره د هغه کس په ذهن کې دا تصور رامینځته کوي چي انسان په افغانستان کې ضایع کیږي. د ودې لپاره له دې وطنه باید ووځي.

اطلاعات روز لیکي: د هغو کسانو په منځ کې چې د دیني-شیعه علومو سره علاقه لري او دا علاقه یې ډېره قوي ده، آیت‌الله فیاض یو جذاب الګو دی. خو دا الګو یوازې په افغانستان کې د زېږېدنې له پلوه دی؛ نورې علمي او تخنیکي وړتیاوې یې په نورو هېوادونو کې تر لاسه کړي دي. د نورو برخو د مشهور او مطرح څېرو په اړه هم همداسې ده. یو وتلی افغان جراح یا داکتر په افغانستان کې هغه کچې ته نه دی رسېدلی. یو بې‌سارې فزیک‌پوه -چې نن سبا په اروپا کې دی او د افغانستان په یوه ښار یا ولایت کې زېږېدلی دی- دا علم یې په افغانستان کې نه دی زده کړی. د دې په شان، لسګونه نورې بېلګې هم موندل کېدای شي.

ورځپاڼه د دې پوښتنې په ځواب کې چي ایا بهر کې زده کړه او تخصص تر لاسه کول ښه کار نه دی؟  لیکي: نه دا کار ستونزه نه لري، علم، چینایی، ایراني، افغاني او یا امریکایي نه دی، هر چیرته وي، باید زده کړې پسې لاړ شو، خو که چیري یو ملک کې داسي چي ټوله استعدادونه بهر ته د تعلیم لپاره تګ ته مجبوره شي، نو هغه هیواد ته درنې پایلې او زیانونه رامینځته کوي.