طارمي: امریکا نړیوال جام سیاسي کړې ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i174052-طارمي_امریکا_نړیوال_جام_سیاسي_کړې_ده
پارس‌تودی- د ایران د فوټبال د ملي ټیم فارورډ وویل: په راتلونکې نړیوال جام کې کوربه هیواد د مخکنیو پړاونو په شان په خپلو مسئولیتونو عمل نه کوي او یوه له ټنشن ډکه فضا تجروبه کوو.
(last modified 2026-06-11T06:16:49+00:00 )
Jun 11, 2026 10:45 Asia/Kabul
  • د ایران د ملي ټیم لوبغاړی
    د ایران د ملي ټیم لوبغاړی

پارس‌تودی- د ایران د فوټبال د ملي ټیم فارورډ وویل: په راتلونکې نړیوال جام کې کوربه هیواد د مخکنیو پړاونو په شان په خپلو مسئولیتونو عمل نه کوي او یوه له ټنشن ډکه فضا تجروبه کوو.

د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران د ملي ټیم فارورډ د امریکا له ESPN سره په مرکه کې وویل: د ویزا لپاره د ځینو غوښتنو په ردولو کې د امریکا د حکومت کړچار او د سومالیایي ریفري له ننوتلو څخه مخنیوی، د امریکا څېره ورانه کړې او د  ۲۰۲۶ د نړیوال جام په فضا کې د زیات ټنشن لامل ګرځي.

طارمي وویل: په دریو مخکنیو نړیوال جامونو کې چي ما لوبه کړې وه، هرکله چي کوربه هیواد ته ورتللو، د فوټبال د نړیوال توب او د صمیمیت احساس مو کول، لیکن اوس له بده مرغه داسي احساس نه لرو.

هغه زیاته کړه: اوس مهال په دې نړیوال جام کې شخړې زیاتې دي او د جام فضا سیاسي شوې ده.