حزب الله: ایران د میدانونو د وحدت معادله تثبیت کړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i174078-حزب_الله_ایران_د_میدانونو_د_وحدت_معادله_تثبیت_کړه
پارس ټوډې – د لبنان د حزب الله غورځنګ استازي «علي فیاض»د ایران لخوا د میدانونو د وحدت د معادلې په تثبیت باندې ټینګار سره وویل خپلو ټولو اصولو او انتخابونو ته پاې بنده یوو.
(last modified 2026-06-11T09:24:33+00:00 )
Jun 11, 2026 13:50 Asia/Kabul
  • حزب الله: ایران د میدانونو د وحدت معادله تثبیت کړه

پارس ټوډې – د لبنان د حزب الله غورځنګ استازي «علي فیاض»د ایران لخوا د میدانونو د وحدت د معادلې په تثبیت باندې ټینګار سره وویل خپلو ټولو اصولو او انتخابونو ته پاې بنده یوو.

پارس ټوډې د تسنیم خبري اژانس په قول راپور راکړی د لبنان په پارلمان کښې مقاومت ته د وفادارۍ د فراکسیون غړي «علي فیاض» د خپل هیواد د وروستیو بدلونونو او له صهیونیسټي دښمن سره د جنګ د دوام په اړه په یوې وینا کښې وویل د بیروت په جنوبي ضاحیه سیمه کښې د مقاومت ټولنه په سیمه کښې د مقاومت له نورو ډګرونو سره غږمله ده.

علي فیاض له المیادین ټیلي ويژن سره په مرکه کښې له صهیونیسټي دښمن سره د لبنان د ګوډاګي  حکومت د خبرواترو او د دوې ترمینځ د موافقې په اړه وویل هر هغه نوښت چې په جامع اوربند سره پیل نشي او په لبنان کښې د نیواکګرانو د تګ راتګ د ازادۍ خنډ نشي بې معنا دی.

هغه زیاته کړه: حقیقتونه ښودنه کوي هیڅوک نشي کولای په هر ډول وړاندیزي حل لاره کښې په مقاومت ډلو سترګې پټې کړي او دا د لبنان مقاومت غورځنګ حزب الله دی چې د جنوب په هکله ټاکونکی قدرت په اختیار کښې لري.

علي فیاض له صهیونیسټي دښمن سره په ملګرتیا کښې د لبنان د حکومت خائنانه اقداماتو په اړه وویل چې د لبنان چارواکي د هیواد د سیاسي حالت د کمزوري کولو او د داخلي حساسو انډولونو د له مینځه وړلو کوشش کوي او دغه چاره داخلي حالات د هغه جنګ په اړه چې باید ترې ډډه وشي په لور بیايي.

د لبنان د پارلمان دغه استازي ډاګینه کړه د لبنان ولسمشر «جوزف عون »د امریکا په دباونو او دسیسو سره واک ته ورسید او له هغه وخت راهسې چې دې د لبنان ولسمشر شوی په لبنان باندې یې ډیر لګښته سیاسي انتخاباتو تپلي دي.

ایران د میدانونو د وحدت معادله تثبیت کړه

د لبنان د مقاومت د فراکسیون دغه غړي د سیمې په سویه هم وویل سیمه له یوه نوي واقعیت سره مخامخ ده، ځکه چې د معادلاتو د رامینځته کولو لپاره د امریکا محدودیتونه ښکاره شوې دي او امریکا له ایران سره موافقې کولو پرته بله چاره نلري.

له حزب الله مقاومت غورځنګ او د بیروت د جنوب د ضاحیه سیمې د دفاع کولو ډګر ته د ایران نیغ په نیغه ورننوتلو د مقاومت د ټولو جبهو وحدت او پیوستون تائید کړ.