جنرال عبداللهي: نړۍ به ډیر د ایران د بریا غږ واوري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i174138-جنرال_عبداللهي_نړۍ_به_ډیر_د_ایران_د_بریا_غږ_واوري
پارس ټوډی- د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتم الانبیا(ص) د مرکزي قرارګاه قومندان په میدانونو او سړکونو کښې د اسلامي ایران د ولس کلک شتون، د وسله والو ځواکونو مضبوطه اډانه وبلله او ویې ویل: نړیوال به ډیر زر په دنیا کښې په تیري ګر او ترهګر دښمن باندې د مقاومت د غلبې او د ایران او ایراي د بریالیتوب انګازې واوري.
(last modified 2026-06-13T07:52:29+00:00 )
Jun 13, 2026 12:21 Asia/Kabul
  • جنرال عبداللهي: نړۍ به ډیر د ایران د بریا غږ واوري

پارس ټوډی- د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتم الانبیا(ص) د مرکزي قرارګاه قومندان په میدانونو او سړکونو کښې د اسلامي ایران د ولس کلک شتون، د وسله والو ځواکونو مضبوطه اډانه وبلله او ویې ویل: نړیوال به ډیر زر په دنیا کښې په تیري ګر او ترهګر دښمن باندې د مقاومت د غلبې او د ایران او ایراي د بریالیتوب انګازې واوري.

د پارس ټوډی د خبر له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتم الانبیا(ص) د مرکزي قرارګاه قومندان سردار بریدجنرال «علي عبداللهي» په یو پيغام کښې وویل: ذلیل او داړونکي دښمن فکر کوه چې د ایران د پوځي متفکرانو په وژلو سره د ایران په دفاعي اراده کښې خلل رامینځته کولی شي خو له دې غافل وو چې د هیواد په ټولو سمندري، ځمکنیو او هوايي سرحدونو کښې د وطن غیرتي مدافعان او جنګیالي، د «مونږ کولی شو» په روحیې او د پرمختللو ځايي تجهیزاتو په کارولو سره، د ایران د ملي اقتدار او فعالې دفاع نښه ده.

سرلشکر «علي عبداللهي» زیاته کړه: شک نشته چې د ایران د اسلامي جمهوریت وفادار او قدردان ولس، د اسلامي ایران د اقدار د شهیدانو په سیرت او لارې باندې په تکیې او د شهید امام د صالح اولاد یعنې د اسلامي انقلاب د عظیم الشانه رهبر او د ټولو قواو د مشر مقومندان آیت ا... سید مجتبی حسیني خامنه اي په تابیاو او هدفونو سره، د تل په شان په میدان کښې د دښمنانو د ګواښونو په وړاندې په تیره بیا د امریکايي او صهیوني دریم تپلي جنګ په سختو حالاتو کښې کلک ولاړ وو او د خدای په فضل به نړیوال ډیر زر د ایران او تیراني د بریا او په ټوله نړۍ کښې په تیري ګر او ترهګر دښمن باندې د مقاومت غلبه وویني.