امیر الهامی: ایران په هوایي دفاع کې بشپړه ځان بساینې ته رسېدلی
-
د حضرت خاتم الانبیا ص د هایي دفاع د قرارګاه قومندان جنرال علیرضا الهامی
پارس تودی- د ایران د اسلامي جمهوریت د هوایي دفاع د قرارګاه قومندان د هیواد د هوایي دفاع په پوره ځان بساینې باندې په ټینګار سره، وویل: هغه سازو سامان چي د امریکا او صهیونیست رژیم د یرغل د دریمې څپې په بهیر کې، د جنایتکار دښمن له خوا په نښه شول، ډېر ژر نوی کیږي.
د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران د اسلامي جمهوریت د هوایي دفاع د قرارګاه قومندان او د فوځ د هوایي دفاع مشر جنرال علیرضا الهامی صداوسیما سره په خبرو اترو کې له اوربند وروسته د دفاعي هوا د ځواکونو د چمتووالې په هکله وویل: نن سبا د ایران د اسلامي جمهوریت د فوځ په هوایي دفاع کې، هغه سیسټمونه، تجهیزات، تاکتیکونه، د کنټرول او قومندې مرکزونه، مخابراتي او د اړیکو تاسیسات او همداشان په استخباراتي څانګې ټولو هغه سازو سامان چي کارول کیږي، د ایران له خوا جوړ شوي دي.
جنرال الهامي په دې باندې په ټینګار سره چي دا لاسته راوړنې د اسلامي ایران د غیرتمنو ساینس پوهانو او ځوانانو په مټ او په بشپړه ځایي پوهې باندې په تکیې سره تر لاسه شوي دي، زیاته کړه: زمونږ ټوله دا هڅه ده چي سیسټمونه او تجهیزات د روانو ګواښونو سره په تناسب کې نوې او ماډرن کړو او همداشان هغه تجهیزات چي د جنګ پر مهال د جنایتکار دښمن له خوا په نښه شوي دي، په چټکی سره ځایناسي کړو.
د ایران د خاتم الانبیا ص د هوایي دفاع د قرارګاه قومندان په ځایي پوهې باندې تکیه یې د هوایي دفاع د خوځندوالې لامل وبلله او جوته یې کړه: کله چي ټول تجهیزات ځایي وي، د هغوی نوي کول زمونږ په خپل لاس کې دي او اړتیاو سره په تناسب کې نوي کیږي، په دې توګه، د هغوی ګڼ تولید هم زمونږ په واک کې دي او چاته ضرورت نه لرو.