قالیباف: ایران او چین به د سیمې د نویو لورو محور وي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i174316-قالیباف_ایران_او_چین_به_د_سیمې_د_نویو_لورو_محور_وي
پارس ټوډې- د ایران د اسلامي شورا د مجلس رئیس وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت او چین د سیمې د نویو لورو اصلي محورونه دي.
(last modified 2026-06-18T07:37:18+00:00 )
Jun 18, 2026 12:04 Asia/Kabul
  • قالیباف: ایران او چین به د سیمې د نویو لورو محور وي

پارس ټوډې- د ایران د اسلامي شورا د مجلس رئیس وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت او چین د سیمې د نویو لورو اصلي محورونه دي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د ایران د اسلامي شورا د مجلس رئیس محمدباقر قالیباف د چهارشنبې په ورځ په تهران کې «د چین د چارو لپاره د ځانګړي استازي او د ایران د سوداګرۍ خونې د سلا مشورې غونډې» پر مهال وویل: د ایران لپاره د چین ځایګی ځانګړی او بې‌ساری دی.

هغه زیاته کړه: «چین یوازې زموږ پېرودونکی یا سوداګریز شریک نه دی، بلکې یو رښتینی او ستراتیژیک شریک دی، او پرته له شکه ایران او چین به د سیمې د نویو بلاکونو محورونه وي.»

قالیباف وویل چې د ایران او چین ترمنځ د مالي نظام، لوژستیکي میکانیزمونو، ټرانسپورټي شبکو او بنسټیزو زیربناوو د رامنځته کولو اړتیا شته.

هغه د نړیوالو چارو په ډګر کې د ایران د اوسني دریځ په اړه وویل: «زما په باور، اسلامي ایران نن د اسلامي انقلاب د بریا له لومړیو ورځو څخه هم په نړۍ کې ډېر پېژندل شوی دی، او نړۍ له ۴۷ کلونو وروسته یو بل ایران ولید.»

د ایران د مجلس رئیس زیاته کړه: «نن موږ د ملتونو او دولتونو ترمنځ د ایران د اسلامي جمهوریت د عزت، ځواک او ځانګړي مقام شاهدان یو.»

قالیباف همدارنګه وویل: «د ایران خلکو د نړۍ ستر پوځي ځواکونه، یعنې امریکا او صهیونیسټي رژیم، مات کړل.»