لوېدیځ ولې په ایران کې د ولایت په مفهوم نه پوهېږي ؟
د ایران د مصحلت پیژندنې ټولنې غړي وویل: د خلکو او رهبرۍ اړیکه عقیدتي ده او لوېدیځ په دې اړیکه نه پوهېږي.
غلامعلی حدادعادل د اسلامي سیاسي فکر په چوکاټ کې د رهبرۍ ځای ته په اشاره وویل: د قرآن کریم په تعلیماتو او په ځانګړې توګه د شیعه مذهب په فقه کې د دیني رهبرۍ مفهوم په لوېدیځ کې له معمول سیاسي نمونو سره بنسټیز توپیر لري او همدغه وجه ده چې لوېدیځوال د ایران د ملت او رهبرۍ د اړیکې په نوعیت نه شي پوهېدلی.
هغه زیاته کړه: د خلکو او رهبرۍ اړیکه یوازې یوه حقوقي یا تړوني اړیکه نه ده، بلکې دا اړیکه په مذهبي باورونو او عقایدو کې ریښه لري او خلک پر دې باور دي چې د دیني رهبرۍ اطاعت د دوی په دنیوي او اخروي نېکمرغۍ کې کلیدي رول لوبوي.
حداد عادل د اسلامی حکومت په اړه د دین لید ته اشاره وکړه او وې ویل: په قرآني معارف کې د ټولنې اداره باید د صالحو کسانو په لاس کې ورکړل شي او له همدې امله خلک دنده لري چې د ټولو وړ کسانو د حاکمیت زمینه برابره کړي، نه دا چې یوازې د هر هغه ځواک چې په ټولنه مسلط شي، اطاعت وکړي.
حدادعادل زیاته کړه: په دیني فکر کې د انسان نېکمرغي یوازې په عیش او معیشت پورې محدوده نه ده، بلکې د عادل او الهي حاکم اطاعت د انسان لپاره د دنیا او آخرت خیر رامنځته کوي او له داسې حاکم سرغړونه په دواړو ډګرونو کې زیانمنې پایلې لري.
هغه په قرآن کریم کې د "ولایت" د مفهوم په تشریح سره وویل: د امت او امام یا د خلکو او دیني رهبرۍ ترمنځ اړیکه د ولایت په مفهوم کې تعریف کېږي؛ هغه مفهوم چې د خلکو او رهبرۍ ترمنځ ژوره، کلکه او نه ماتېدونکې اړیکه څرګندوي او د لوېدیځو سیاسي نظامونو کې ورته بېلګه نشته.
ده ټینګار وکړ: ځوانان او هغه کسان چې له قرآن سره اړیکه لري، باید په الهي آیاتونو کې د ولایت د کارونې په اړه ځانګړې پاملرنه وکړي، ځکه چې د پیغمبر اکرم (ص) او اولي الامر وروسته، خلک مکلف دي چې له هغو کسانو پیروي وکړي چې له معصومو امامانو سره تر ټولو ډېر ورته والی ولري.
هغه زیاته کړه: ولایت او اطاعت دوه نه بېلېدونکي مفهومونه دي او هماغسې چې ولایت اهمیت لري، د هغې اطاعت هم د دې مفهوم د تحقق لپاره اړین ګڼل کېږي.
حدادعادل وویل چې د دې اطاعت مشروعیت د شایستګي پر بنسټ دی او ویې ویل: د رهبرۍ اطاعت پرته له معیار او په تصادفي توګه یو کس ته نه دی سپارل شوی، بلکې دا د صالح کس د صلاحیتونو، وړتیاوو او ځانګړنو له مخې رامنځته شوی.
هغه د اسلامي جمهوریت په اړه د دښمنانو محاسباتو ته په اشاره وویل: لوېدیځوال ګومان کوي چې د یوه هېواد د رهبر په ترور سره خپلو هدفونو ته رسېدلی شي، خو په ایران کې چې څه وشول، د دوی د دې تصور خلاف و او خلک د اتش فشان او تېز سمندر په څېر میدان ته راووتل او لا زیات یو موټی شول.
حداد عادل زیاته کړه: په میدان کې د خلکو حضور یوازې د یوه سیاسي انتخاب یا یو کس ته د رایې ورکولو پایله نه ده، بلکې دا د مینې، بصیرت، معرفت، د رهبرۍ د صلاحیت په باور او د ولایت د مفهوم ژور پوهاوي ریښه لري؛ هغه موضوع چې د لوېدیځ د مادي فکر په چوکاټ کې د بیانولو وړ نه ده.
حدادعادل په دې په ټینګار سره چې د اسلامي جمهوریت تجربه حتی د دیني ادبیاتو له کارونې پرته هم ارزول کېدای شي، وویل: که دا بحثونه د انقلاب په لومړیو کلونو کې مطرح کېدل، شاید ځینو به یې آرمان پالنه بلله، خو نن د نږدې پنځو لسیزو په تېرېدو سره، د نظام او رهبرۍ د فعالیت په اړه د عیني واقعیتونو پر بنسټ قضاوت ممکن شوی دی.
هغه د ایران معاصر تاریخ ته په اشارې وویل: هېواد د تېرو شاوخوا دوو پېړیو په اوږدو کې تل د بهرنیو ځواکونو له لاسوهنې، کودتاوو او له بهرنیانو څخه د حکومتونو ټاکل کېدو سره مخ و، خو اسلامي انقلاب د ایران لپاره د خپلواکۍ لاره هواره کړه.
حداد عادل دا پوښتنه راپورته کړه چې د ایران لپاره یو مطلوب رهبر باید څه ځانګړنې ولري او ویې ویل: هر عادل ایرانی هغه رهبر غواړي چې د ملت خیرخواه، پاک لاس، د خلکو د مال په وړاندې بې طمع، د اخلاقي روغتیا خاوند، د نننۍ نړۍ له اړتیاوو خبر، زړور، هڅاند او د هېواد د خپلواکۍ ساتونکی وي.
هغه په پای کې وویل: اوس د نږدې پنځو لسیزو تجربې په تکیه سره، د اسلامي جمهوریت د دوو رهبرانو فعالیت د هغو غیر دیني رهبرانو سره چې په بېلابېلو پړاونو کې یې په هېواد واکمني کړې، پرتله کولای شو او د دې ځانګړنو د تحقق کچې په اړه عادلانه قضاوت کولای شو.