پر دښمن دسختې او ناڅاپي څپيړې ګوزارونه پاي نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i174864-پر_دښمن_دسختې_او_ناڅاپي_څپيړې_ګوزارونه_پاي_نه_لري
پارس ټوډې – د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوا  ـ فضا ځواک قوماندان وویل: د ایران قدرمن ملت ته وایم چې د هوا  ـ فضا ځواک په لیکو کې ستاسو سرښندونکي به ستاسو په استازیتوب د خپل قهر غونچه ایز ګوزارونه پر دښمن  وکړي.
(last modified 2026-07-04T10:29:10+00:00 )
Jul 04, 2026 14:52 Asia/Kabul
  • پر دښمن دسختې او ناڅاپي څپيړې ګوزارونه پاي نه لري

پارس ټوډې – د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوا  ـ فضا ځواک قوماندان وویل: د ایران قدرمن ملت ته وایم چې د هوا  ـ فضا ځواک په لیکو کې ستاسو سرښندونکي به ستاسو په استازیتوب د خپل قهر غونچه ایز ګوزارونه پر دښمن  وکړي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د سپاه پاسداران د هوا ـ فضا ځواک قوماندان سردار  مجید موسوي، د اسلامی انقلاب د شهیدرهبر  د وروستۍ الوداع او جنازې د مراسمو په درشل کې یو پیغام خپور کړ.

د هغه د پیغام په متن کې راغلي دي:اوس چې په وینو لړلي زړونه او غمجنې سینې لرو او خپل شهید رهبر، د خپلې زمانې بې‌ساری شخصیت، د خپل ابدي لوړ مقام پر لور بدرګه کوو، د هغه له خداي سره ژمنه کوو؛ د هغو لوړو موخو تر پوره کېدو پورې، چې هغه د خپلې رهبرۍ په ټولې مودې کې د اسلامي ټولنې لپاره ټاکلې وې، هېڅکله به له هڅې او مبارزې لاس وانخلو.»

په پیغام کې راغلي:زمونږ لاره هماغه ده چې د اسلامی انقلاب معظم رهبر، حضرت آیت‌الله سید مجتبی خامنه‌اي، اعلان کړې ده؛ د ملت هر هغه غړی چې د دښمن له خوا شهید کېږي، د غچ اخیستنې د دوسیې یو خپلواکه او ځانګړی عنوان ګڼل کېږي.

سردار موسوي زیاته کړه:هغه سخت او ناڅاپي ګوزارونه چې دښمن تر اوسه خوړلي، پاي نه لري؛ ځکه د حق او باطل د مبارزې لاره نه پاي لري او نه به هم  کله پاي ته ورسېږي. زه د ایران قدرمن ملت ته اعلان کوم چې د هوا ـ فضاځواک په لیکو کې به ستاسو سرښندونکي، ستاسو په استازیتوب ستاسو د قهر  غونچه ایز ګوزارونه پر دښمن  وار د واره وکړي او دا لړۍ به دوام ولري.