د شهید رهبر د جنازې څو میلیوني مراسم؛ پیغامونه او کړن لارې(تبصره)
پارس تودی- د اسلامي انقلاب د شهید رهبر حضرت ایت الله خامنه ای پیکر د ایران د خلګو په میلیوني حضور او همدارنګه په تهران او قم کې د سیمې د هیوادونو د ځینو خلګو په ګډون سره، تر سره شو.
پارس تودی- د اسلامي انقلاب د شهید رهبر حضرت ایت الله العظمی امام خامنه ای پاکه جنازه د ایران د خلکو په میلیوني شتون او همدارنګه په تهران او قم او بیا په نجف اشرف ا و کربلا کې د سیمې د هیوادونو د میلیونونو خلکو په ولولناک ګډون سره، تر سره شوه او ټاکل شوې ده چې په پنجشنبې ورځې په مشهد مقدس کې له حماسی بدرګې وروسته بلاخره هم د حضرت امام رضا علیه السلام په سپيڅلي حرم کې خاورو ته وسپارل شي.
د دغو مراسمو میلیوني ګډون مهم پیغامونه له ځان سره لرلي دي . د میلیونونو خلکو د ګډون یو مهم پیغام دا دی، چې د ایران وا سیمې خلک باور لري، د اسلامي انقلاب شهید رهبر خپل ټول عمر د اسلام، وحدت او یووالي، اسلامي انقلاب او د اسلامي ایران د عزت او اتحاد او پت د ساتنې په لاره کې تېر کړ. د خلکو میلیوني شتون، د اسلام او ایران لپاره د شهید رهبر د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو د قدردانۍ څرګندونه وه؛ یوه داسې مبارزه چې تر خپلې وروستۍ سلګۍ او د خپلې کورنۍ تر قرباني کولو پورې ئې ورته دوام ورکړ.
د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د جنازې په مراسمو کې د خلکو څو میلیوني ګډون بل مهم پیغام دا ؤ، چې دوی په نوي پړاو کې د هغه بزرګوار د لارې او فکر د دوام پر اړتیا ټینګار کړی. په حقیقت کې، د خلکو دغه پراخ شتون دا څرګندوي، چې د ایران ولس له ټولو دباؤنو او ګواښونو سره سره، لا هم د اسلامي انقلاب پر آرمانونو ټینګ او ثابت ولاړ دی.
په همدې تړاو، رویټرز خبري اژانس د شهید امام، آیتالله سید علي خامنهاي د جنازې مراسم یوازې ملي الوداع ونه بلله، بلکې دا ئې د ایران د مقاومت او د سیمې د نوي نظم نښه وبلله. دغې برېتانوي رسانۍ لیکلي، چې په تهران کې د «عزادارانو میلیوني شتون او سیلاب» امریکا او اسرائیلو ته دا پیغام ورکړ، چې د ایران داسلامي جمهوریت د ناکامولو لپاره د هغوی هڅې ناکامې شوې دي.
رویټرز زیاته کړې ده: «ایران، د هغه جنګ پاي ته له رسېدو وروسته چې د فرورۍ په ۲۸ د امریکا او اسرائیلو په بریدونو سره پیل شوی ؤ، د دې پر ځای چې کمزوری ښکاره شي، ځان ئې د یوه مقاوم، متحد او د خپلې راتلونکي لارې د ټاکلو لپاره د هوډمن هېواد په توګه نړۍ ته وړاندې کړ.
د ایران د خلکو په پېژندګلوی کې د امریکائي او اسرائیلي چارواکو د بې وسئ بیا ځلې ښکاره کېدل د شهید رهبر د جنازې په مراسمو کې د خلکو د څو میلیوني ګډون بل مهم پیغام و. په داسې حال کې چې امریکا او صهیونیستي رژیم د ۱۲ ورځني او ۴۰ ورځني جنګ په دې ناسم تصوّر پیل کړې وې، چې ګواکې د ایران خلک د خپل نظام ملاتړ نه کوي او حکومت لږ ټولنیز ملاتړ لري، د شهید رهبر د جنازې څو میلیوني ګډون نه یوازې دا انګېرنه ناسمه ثابته کړه، بلکې وې ښودله چې د ایران ولس لا هم د اسلامي جمهوریت د قدرت تر ټولو مهمه ستنې ده.
دغه پراخ شتون دا مهم پیغام هم درلود، چې د اسلامي انقلاب دښمنان، په ځانګړي ډول امریکا او صهیونیستي رژیم، لا هم د ایران د خلکو په اړه سمه پېژندنه او درک نه لري او خپلې شننې د ناسمو معلوماتو او د مخالفو بهیرونو د روایتونو پر بنسټ تنظیموي. دوی باید اوس د حقیقت اصلي انځور د تهران، قم او د ایران د نورو ښارونو په کوڅو او واټونو کې حتی په نجف او کربلا او نورو ګاونډیو کې ولټوي.
د دغو مراسمو بل مهم پیغام، پر مراسمو واکمن بېساری امنیت و. په داسې حال کې چې ټرمپ د ۴۰ ورځني جنګ پر مهال ادعا کړې وه، چې ایران به د ډبرین پړاؤ زمانې ته بېرته وګرځوي، میلیونونو کسانو د تهران او قم او دغه راز د نجف اشرف او کربلا ښارونو په واټونو کې د شهید رهبر او ولی فقیه د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ، پرته له دې چې کومه امنیتي پېښه رامنځته شي، او د مراسمو امنیت هم په تر ټولو لوړه کچه تأمین شوی و.
د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د جنازې په مراسمو کې د خلکو څو میلیوني شتون مهمې نتیجې او اغېزې هم لرلې. له مهمو اغېزو څخه ئې یوه دا وه، چې د ایران د اسلامي جمهوریت مخه نیوونکې قدرت ئې نړۍ ته وښود. مخه نیوونکې قدرت معمولاً په پوځي، استخباراتي او ټیکنالوجیکي برخو کې تعریفېږي، خو اوس د ولس پراخ شتون هم د مخه نیوونکې قدرت یوه مهمه برخه وګرځېدله.
له دغو اغېزو څخه بله دا وه، چې وښودل شوه د ایران اسلامي جمهوریت هم دا وړتیا لري، چې د خلکو د میلیوني شتون پر مهال د ښارونو امنیت تأمین کړي او خپل شهید رهبر په احترام او عزت سره بدرګه کړي، او هممهاله د دښمن له ګواښونو سره هم پرېکنده مقابله وکړي او اجازت ور نه کړي، چې د ترهګرو ډلو لهخوا سرحدونه او د امریکا د دسیسو له لارې هرمز تنګی ناامنه شي.
د جنازې د مراسمو د ترسره کېدو پر مهال، د ایران د اسلامي جمهوریت وسلهوال ځواک په سرحدي سیمو کې ترهګرو ډلو ته سخت او پرېکنده ځواب ورکړ او په هرمز تنګي کې ئې هم امریکا ته اجازت ور نه کړ ، چې د بېړیو د تګ راتګ لپاره نوي ترتیبات وضع کړي.