پزشکیان: د خپلو حقوقو لپاره پرېکنده ولاړ یو
Jul 08, 2026 14:55 Asia/Kabul
-
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر، مسعود پزشکیان
پارس تودی- د ایران ولسمشر ولیکل: د فوټبال په نړیوال جام کې د امریکا چلند، د دې هیواد د بهرني سیاست انعکاس دی.
د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د چهار شنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزه رسنۍ کې د یوه پیغام په خپرولو سره، ولیکل: د فوټبال په نړیوال جام کې د امریکا د حکومت چلند د دې هیواد د پېژندل شوی بهرني سیاست انعکاس دی.
د قوانینو تر پښو لاندې کول، د سیالانو سپکاوی، د خنډونو رامینځته کول او دوکه. ایران دا شان چلونه نه مني. مونږ په پرېکنده ډول په خپلو حقوقو دریږو.
ټیګونه