د امریکا تابوتونه په سیمه کښې د دوې د تجهیزاتو برخه ده
Jul 31, 2026 11:01 Asia/Kabul
پارس ټوډې- د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتم الانبیا صلی الله علیه والسم د مرکزي قرارګاه قومندان برید جنرال پایلوټ «علي عبداللهي» ولیکل: د امریکا د پوځیانو تابوتونه په فارس خلیج سیمه کښې د دوې د پوځي تجهیزاتو یوه برخه ده.
پارس ټوډې سایټ زمونږ د خبریال په قول راپور ورکړ هغه په اینټرنیټ پاڼه کښې ولیکل:امریکا او د هغې ګوډاګیان نن په ښه ډول پوه شوي دي چې تابوتونه یې په سیمه کښې د دوې د تجهیزاتو برخه ده.
عبداللهي ټینګار وکړ هغه شهید بوډا، مراد او مشر فرمائیلي وو ګوزار وکړه او وتښته پړاو پاې ته رسیدلی دی.
ټیګونه