د امریکاولسمشر او جمهوري غوښتونکي به له درنې ماتې سره مخ شي
پارس ټوډې – د ایران پخواني خارجه وزیر او د اسلامي شورا یوه استازي وویل، ایران به د سیاسي او پوځي ډګرونو د فعالې تګلارې او طرحو په خپلولو سره، ټرمپ او جمهوري غوښتونکو ته سخته ماتې ورکړي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، منوچهر متکي د شنبې شپې د ایران دټيلیویژن په ځانګړپروګرام کې وویل:ایران په سیمې کې د یوه برلاسي قدرت په توګه پېژندل کېږي او د خپلو وړتیاوو پر مټ د هر ډول ګواښ پر وړاندې د درېدو بشپړ چمتووالی لري.
هغه په ټینګار سره وویل چې امریکا د جنګ غوښتونکې نه ده، بلکې غواړي د دوکې او نمایشي مذاکراتو له لارې خپلې سپیرې موخې تعقیب کړي.
منوچهر متکي زیاته کړه، امریکایان د څلوېښت ورځني جنګ پر مهال خپلو هدفونو ته ونه رسېدل او اوس هم له ستراتیژیکې ماتې سره مخ دي. د هغه په وینا، ایران د تدبیر او هوښیارۍ په مټ ټرمپ او جمهوري غوښتونکو ته درنه ماتې ورکولی شي.
هغه د ایران د توغندوي او دفاعي قدرت په اړه وویل، د ایران وسلهوال ځواکونه د هر ډول تېري پر وړاندې په بشپړ قدرت تکیه کوي، او دښمن ښه پوهېږي چې پر ایران هر ډول برید به له سخت، پریکنده او پښېمانه کوونکي ځواب سره مخ شي.
متکي وویل، امریکا په سیمې کې د ایران له قدرته وېره لري او ښه پوهېږي چې ایران د کورنیو وړتیاوو او د خلکو د ملاتړ په مټ په هر ډول شرایطو کې د خپلو ګټو دفاع کولی شي.
هغه همدارنګه وویل چې هرمز تنګی د ایران په بشپړ کنټرول کې دی او همدغې موضوع نړۍ ته د ایران سټراتیژیک قدرت څرګند کړی دی.
د ایران د پارلیمان استازي د سیمې د هېوادونو رول ته په اشارې وویل:د فارس خلیج د څنډې هېوادونه باید دا حقیقت درک کړي چې لوبه پاي ته رسېدلې او امریکا نه ده توانېدلې چې د هغوي ملاتړ وکړي. دغه هېوادونه باید د سیمې نویو واقعیتونو ته مخه کړي او د امریکا له ناکامو سیاستونو سره له ملګرتیا لاس واخلي.
متکي په پاي کې ټینګار وکړ چې ایران د خپل داخلي قدرت او ولسي ملاتړ په مټ د هر ډول ګواښ د شنډولو وړتیا لري.
هغه وویل، د ایران دښمنان باید پوهه شي چې د ایران پر ضد هر ډول غلیمانه اقدام به له لا سخت او قاطع ځواب سره مخ شي، او ایرانیان به په خپل یووالي او همغږۍ سره له خپل هېواد او ملي ګټو دفاع وکړي او هېچا ته به اجازت ورنه کړي چې د هغوی پر ملي ګټو تېری وکړي.