محسن رضایي: ایران او پاکستان سټراټیجکه مخینه لري
پارس ټوډی- د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي د ایران او پاکستان ترمینځ د رامینځته شوې ارزښتناکې پانګې له وړتیا په ګټه پورته کولو باندې په ټینګار سره وویل: یوه ستره پانګه رامینځته شوې ده او هغه، د دوو حقیقي او اعتقادي هیوادونو ترمینځ دلچسپي ده.
پارس ټوډی د ایرنا له قوله خبر ورکړی چې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي محسن رضايي پرون د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر سید محسن نقوي په کتنه کښې، په بهرني سیاست کښې د دغه هیواد ځانګړي مقام او ورته د ایران د اسلامي جمهوریت لید ته په اشارې سره وویل: مونږ د پاکستان حکومت، پوځ او ولس د اسلامي نړۍ ډیره ستره پانګه ګڼو او خوشال یو چې په سیمه ایزو بدلونونو کښې، د پاکستان د وزیراعظم او د پوځ د قومندان ګډون او تحرکات له مخکښې نه زیات وینو.
هغه د اسلامي وحدت او همپالنې په پياوړتیا کښې د اسلامي نړۍ د سترو هیوادونو په مسئولیت باندې په ټینګار سره زیاته کړه: ایران، پاکستان، ترکیه، عربستان، مصر او انډونیشیا د اسلامي نړۍ د سترو هیوادونو په توګه دنده لري چې د اسلامي نړۍ د یووالي د پلي کیدو په لاره کښې ګام پورته کړي او دا کار به د اسلامي هیوادونو ترمینځ د همپالنې، ملګرتیا او د خپل مینځي اړیکو په پياوړتیا سره ممکن شي.
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي همداشان د ایران او باکستان د ولسونو ترمنیځ ژورو اړیکو ته په اشارې سره هم وویل: د دواړو هیوادونو د ولسونو د اړیکو د بیان لپاره الفاظ نشته. له پاکستان سره د ایران د خلکو او همداشان له ایران سره د پاکستان د خلکو مینه او دلچسپي مثالي ده. کومې پيښې چې په پاکستان کښې کیږي، د ایران د ولس د اندیښنې لامل ګرځي او د ایران خلاف د جنګ په دواران کښې د پاکستان خلکو هم د ایران سخته پره وکړه.
ښاغلي رضايي ټینګار وکړ: دا ډیره ستره پانګه ده او مونږ باید په خپلو کښې په همکارۍ سره، له دې پانګې څخه د دواړو هیوادونو د پرمختګ او د ګډو ملګرتیا د پياوړتیا په لړ کښې زیات نه زیاته ګټه پورته کړو.