هرمز اوبلاره یوازې د ایران په حکم سره تړل کیږي او خلاصیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i176578-هرمز_اوبلاره_یوازې_د_ایران_په_حکم_سره_تړل_کیږي_او_خلاصیږي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو د وزیر د حقوقي او د نړیوالو چارو مرستیال «کاظم غریب ابادي» د هرمز اوبلارې په اړه د امریکا د ولسمشر ټرامپ له سپینې سترګي توب څخه د ډکو څرګندونو په اړه ډاګینه کړه، هرمز سمندري اوبلاره یوازې د ایران په حکم سره تړل کیږي او خلاصیږي او په ټویټ پیغام، جنګي کشتۍ، د حکم په ورکولو او په انتخاباتي وینا سره دغه اوبلاره څوک نشي خپلولای.
(last modified 2026-08-15T00:36:57+00:00 )
Aug 15, 2026 05:01 Asia/Kabul
  • هرمز اوبلاره یوازې د ایران په حکم سره تړل کیږي او خلاصیږي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو د وزیر د حقوقي او د نړیوالو چارو مرستیال «کاظم غریب ابادي» د هرمز اوبلارې په اړه د امریکا د ولسمشر ټرامپ له سپینې سترګي توب څخه د ډکو څرګندونو په اړه ډاګینه کړه، هرمز سمندري اوبلاره یوازې د ایران په حکم سره تړل کیږي او خلاصیږي او په ټویټ پیغام، جنګي کشتۍ، د حکم په ورکولو او په انتخاباتي وینا سره دغه اوبلاره څوک نشي خپلولای.

هغه نن سهار وختي په ایکس پاڼه کښې ولیکل: «ټرامپ ویلي دي د ایران له ماتې خوړلو وروسته، به زر هرمز اوبلاره د امریکا قلمرو اعلان کړي!»

کاظم غریب ابادي وویل هرمز اوبلاره  نه څوک په ټویټ پیغام سره  خپلولای شي، او نه په جنګي بیړۍ سره، نه د حکم په ورکولو سره او نه د انتخاباتو په وینا سره. ایران نه له ګواښ څخه ویریږي او نه د قدرت په نندرې سره مرعوب  کیږي.»

د ایران د خارجه وزیر مرستیال کاظم غریب ابادي  دغه راز په یوه بل ټویټ کښې ډاګینه کړه: امریکا  یوځل د تل لپاره دغه حقیقت ومني: تر دې ځایه تاسو  سټراټيژیکې او درنې ماتې وخوړلې؛ هرمز اوبلاره ایرانۍ وه ، ایرانۍ ده او ایرانۍ به وي؛ دغه اوبلاره به یوازې د ایران په حکم سره وتړل شي او خلاصه شي او تر هغه وخت چې امریکا د ماتې خوړلو واقعیت ونه مني او له وهمونو  لاس وانخلي ایران به د کلابندۍ اعمالولو ته دوام ورکړي.