د امریکا بهرنی سیاست د افراطي دروغو چورلیز دی
-
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي
پارسټودي ـ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوِوویل، د سیمې او ایران په اړه د امریکا بهرنی سیاست له افراطي دروغمحورۍ سره مخ دی.
پارس ټوډې راپور ورکوي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوي اسماعیل بقایي، د روسي مشهور لیکوال فیودور دوستویفسکي د «کارامازوف وروڼو» د ناول د یوې برخې په استناد، د لوېدیځې اسیا او د ایران د اسلامي جمهوریت په اړه د امریکا اوسنی چلند تشریح کړ.
اسماعیل بقایي وویل، په دغه ادبي عبارت کې په سمه توګه هغه حالت انځور شوی چې «له ناسموالي سره د افراطي تړاو» په خاطر د حکومتولۍ او د امریکا د بهرني سیاست په نظام کې رامنځته کېږي.
هغه د ددغې برخې په نقلولو سره وویل:هغه څوک چې خپلوانو او ملګرو ته دروغ وایي او پر خپلو دروغو باور کوي، په پای کې داسې ځای ته رسېږي چې نور نه شي کولای حقیقت، که په خپل وجود کې یی وي او که په شاوخوا نړۍ کې، له دروغو څخه تشخیص کړي؛ او په دې توګه د خپل ځان او نورو سره هر ډول درناوی له لاسه ورکوي.»
دغه لوړپوړي ایراني ډیپلومات، د دې ادبي مثال په کارولو سره، د سیمهییزو بدلونونو پر وړاندې د امریکا تحلیلي او عملي چلند وغنده.
هغه ټینګار وکړ چې د نړیوالو پرېکړو او اقداماتو په برخی کې پر غیرواقعي ادعاگانو تکیه کول، د واقعیتونو د سم درک د ګډوډېدو او په نتیجه کې د نړیوالو افکارو په وړاندې د رواوالی او اعتبار د له منځه تلو سبب کېږي.
د هغه په باور، ددغې پيژندل شوي رودې تاوانونه، اوس د واشنګټن په سیاسي او رسنیز چلند کې په څرګند ډول لیدل کېږي.