عراقچي:ایران او تاجیکستان د پارسۍ د لرغوني تمدن میراث لرونکي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i176650-عراقچي_ایران_او_تاجیکستان_د_پارسۍ_د_لرغوني_تمدن_میراث_لرونکي_دي
پارس ټوډې- د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي پرون مازیګر د تاجیکستان جمهوریت د انرژۍ له وزیر «دلیر جمعه» او د ټرانسپورټ له وزیر «عظیم ابراهیم» سره په کتنه کښې په اقتصادي او تجارتي حوزرو کښې د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره د دواړو هیوادونو له موجودو ډول ډول ظرفیتونو د استفادې پرضرورت ټینګار وکړ.
(last modified 2026-08-16T07:10:30+00:00 )
Aug 16, 2026 11:35 Asia/Kabul
  • عراقچي:ایران او تاجیکستان د پارسۍ د لرغوني تمدن میراث لرونکي دي

پارس ټوډې- د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي پرون مازیګر د تاجیکستان جمهوریت د انرژۍ له وزیر «دلیر جمعه» او د ټرانسپورټ له وزیر «عظیم ابراهیم» سره په کتنه کښې په اقتصادي او تجارتي حوزرو کښې د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره د دواړو هیوادونو له موجودو ډول ډول ظرفیتونو د استفادې پرضرورت ټینګار وکړ.

پارس ټوډې سایټ د ایرنا خبري اژانس په قول راپور ورکړی د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي په دغه کتنه کښې ټینګار وکړ: تاجیکستان  او ایران د پارسۍ د لرغوني تمدن د میراث لرونکو په توګه په سختو ورځو او د خوشحالۍ په موقعو کښې تل د یوه بل په څنګ کښې او ملګري وو او دي.

عراقچي د ایران او د تاجیکستان د ولسمشرانو دوو متقابلو سفرونو او په دغو سفرونو کښې ترلاسه شویو موافقو ته په اشارې سره په اقتصادي او تجارتي برخو کښې د اړیکو د پراخولو او پیاوړتیا لپاره  په دواړو هیوادونو کښې له موجودو متنوعو ظرفیتونو د استفادې په اړتیا ټینګار وکړ.

د تاجیکستان د انرژۍ او د اوبو او د ټرانسپورټ وزیرانو هم په دغه کتنه کښې چې د تاجیکستان د خارجه وزیر مرستیال «فرخ شریف زاده» هم پکښې ګډون درلود د دوو دوستو هیوادونو د ښو اړیکو په سویې باندې د خوشحالۍ په څرګندولو سره د انرژۍ او د ټرانسپورټ د حوزو په شمول د اړیکو له مخکې څخه زیات پراخولو لپاره د خپل هیواد د لوړرتبه چارواکو په جدي ارادې باندې ټینګار وکړ.