د ایران پر ضد د اماراتو د ادعا رد
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i176808-د_ایران_پر_ضد_د_اماراتو_د_ادعا_رد
پارس‌ ټوډی – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د متحده عربي اماراتو هغه ادعا په بشپړه توګه رد کړه چې ګواکې ایران دغه هېواد ته توغندی توغولی دی.
(last modified 2026-08-19T08:31:59+00:00 )
Aug 19, 2026 13:00 Asia/Kabul
  • اسماعیل بقایي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند
    اسماعیل بقایي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند

پارس‌ ټوډی – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د متحده عربي اماراتو هغه ادعا په بشپړه توګه رد کړه چې ګواکې ایران دغه هېواد ته توغندی توغولی دی.

د پارس‌ ټوډی د راپور له مخې، چې د صداوسیما خبري اژانس په حواله یې خپور کړی، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د متحده عربي اماراتو هغه ادعا رد کړه چې ګواکې ایران پر دغه هېواد توغندی توغولی او د ایران اسلامي جمهوریت پر ضد یې د تورونو له مطرح کولو خواشیني څرګنده کړه.

هغه دا ډول چلند د حسن ګاونډیتوب له اصل سره په ټکر کې او په سیمه کې د هېوادونو ترمنځ د باور د پیاوړتیا او د ناامنۍ د زیاتېدو د مخنیوي لپاره د روانو هڅو خنډ وباله.

هغه له ټولو سیمه‌ییزو لورو وغوښتل چې په سیمه کې د سولې او امنیت پر وړاندې د امریکا او اسرائیلي رژیم د پرله‌پسې اقداماتو له امله موجودو پېچلتیاوو، په ځانګړې توګه د ګڼو دروغجنو «بیرغ‌غلط» عملیاتو سابقې ته په پام سره، د ایران اسلامي جمهوریت پر ضد له بې‌بنسټه تورونو لګولو ډډه وکړي.