د فارس خلیج هېوادونو ته خبرداری! له امریکا سره مرسته مه کوئ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i176822-د_فارس_خلیج_هېوادونو_ته_خبرداری!_له_امریکا_سره_مرسته_مه_کوئ
پارس‌ ټوډی – د ایران د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز خبرداری ورکړی، د امریکا متجاوز پوځ سره هر ډول مرسته او اسانتیا برابرول، له امریکايي پوځي ځواکونو سره د مشارکت په معنا دي.
(last modified 2026-08-19T09:39:40+00:00 )
Aug 19, 2026 13:52 Asia/Kabul
  • تورن جنرال علي عبداللهي، د ایران د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز
    تورن جنرال علي عبداللهي، د ایران د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز

پارس‌ ټوډی – د ایران د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز خبرداری ورکړی، د امریکا متجاوز پوځ سره هر ډول مرسته او اسانتیا برابرول، له امریکايي پوځي ځواکونو سره د مشارکت په معنا دي.

د پارس‌ ټوډی د راپور له مخې، چې د صداوسیما خبري اژانس په حواله یې خپور کړی، د ایران د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز تورن جنرال علي عبداللهي په خپله مجازي پاڼه کې لیکلي: «د فارس خلیج د جنوبي څنډې هېوادونه چې په بېلابېلو اعلامیو کې وایي، امریکا ته اجازه نه ورکوي چې د دوی له خاورو څخه د ایران پر ضد استفاده وکړي، باید پوه شي چې زموږ له سترګو هېڅ شی پټ نه پاتې کېږي

هغه زیاته کړې: «په سیمه‌ییزو اډو کې د دومره شمېر پوځي الوتکو، په ځانګړې توګه د هوايي سون‌توکو د لېږدونکو الوتکو شتون، پرته له دې چې کوربه هېوادونه پرې خبر وي، بعید ښکاري

تورن جنرال عبداللهي وویل: «خبرداری ورکوو چې د امریکا متجاوز پوځ سره هر ډول مرسته او اسانتیا برابرول، له امریکايي پوځي ځواکونو سره د مشارکت په معنا دي