د ایران پوځ: د امریکا د زوال نښې څرګندې شوې
Aug 22, 2026 12:18 Asia/Kabul
د ایران د پوځ ویاند، بریدجنرال اکرمینیا وايي، وروستۍ جګړې د امریکا او د ایران د نورو مخالفانو اصلي ماهیت نړیوالو ته لا څرګند کړی او د امریکا د نړیوال نفوذ د کمېدو نښې هم زیاتې شوې دي.
اکرمینیا ایرنا ته ویلي، د وروستیو تجربو له مخې د ایران پوځي له دفاعي حالت څخه د دفاعي او تعرضي وړتیاوو پر لور د بدلون په حال کې ده او هر ډول تېری به سمدستي ځواب کړي.
د هغه په وینا، د ایران ځواب کولای شي د ترسره شوي اقدام له اندازې هم پراخ وي.
نوموړي همداراز په سیمه کې د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ د یوه خپلواک دفاعي ـ امنیتي جوړښت رامنځته کېدل د امریکا د سیمهییز نفوذ د کمېدو له نښو بللي دي.
ټیګونه