د ایران او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو لیدنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i177254-د_ایران_او_قطر_د_بهرنیو_چارو_وزیرانو_لیدنه
پارس ټوډی – د قطر د بهرنیو چارو وزیر له خپل ایراني سیال سره لیدنه کې په مهمو سیمه‌ییزو او دوه اړخیزو موضوعاتو د نظرونو تبادله او خبرې اترې کړي.
(last modified 2026-08-28T00:35:34+00:00 )
Aug 28, 2026 05:04 Asia/Kabul
  • د ایران او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو لیدنه

پارس ټوډی – د قطر د بهرنیو چارو وزیر له خپل ایراني سیال سره لیدنه کې په مهمو سیمه‌ییزو او دوه اړخیزو موضوعاتو د نظرونو تبادله او خبرې اترې کړي.

پارس ټودی د صدا او سیما خبري اژانس په حواله را پور ورکړی،  د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د پنجشنبې په غرمه د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره لیدنه او خبرې کړې دي.

د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د چهارشنبې په ورځ د دغه سفر په اړه ویلي وو چې دا سفر د ایران او قطر ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او د سیمې د سولې او امنیت د پیاوړتیا په موخه د دوامداره مشورو په چوکاټ کې ترسره کېږي.

هغه ټینګار کړی و چې د قطر لومړی وزیر به له ایراني چارواکو سره په لیدنه کې د قطر او نورو هېوادونو د منځګړیتوب د هڅو او نوښتونو د دوام او د سیمې د نورو تحولاتو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړي.