پزشکیان: ایران او پاکستان کولای شي خپلې اړتیاوې پخپله پوره کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i178552-پزشکیان_ایران_او_پاکستان_کولای_شي_خپلې_اړتیاوې_پخپله_پوره_کړي
پارس ټوډی-  د ایران ولسمشر د ایران او پاکستان د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره د دواړو هېوادونو پر پراخو ظرفیتونو په ټینګار سره، د سوداګرۍ، انرژۍ، ګرځندوی، پانګونې او کلتوري او علمي تعاملاتو په برخو کې د تهران او اسلام‌اباد د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: د ګډو پانګونو په پراختیا او د اقتصادي همکاریو په اسانتیا سره کولای شو د دواړو هېوادونو اړیکې لا پسې ژورې کړو.
(last modified 2026-09-22T07:11:36+00:00 )
Sep 22, 2026 11:41 Asia/Kabul
  • مسعود پزشکیان د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر، د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر سیدمحسن نقوي سره په لیدنه کې
    مسعود پزشکیان د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر، د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر سیدمحسن نقوي سره په لیدنه کې

پارس ټوډی-  د ایران ولسمشر د ایران او پاکستان د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره د دواړو هېوادونو پر پراخو ظرفیتونو په ټینګار سره، د سوداګرۍ، انرژۍ، ګرځندوی، پانګونې او کلتوري او علمي تعاملاتو په برخو کې د تهران او اسلام‌اباد د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: د ګډو پانګونو په پراختیا او د اقتصادي همکاریو په اسانتیا سره کولای شو د دواړو هېوادونو اړیکې لا پسې ژورې کړو.

د صداوسیما د خبري اژانس په حواله، د پارس ټوډی د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د دوشنبې په ماښام د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر سیدمحسن نقوي سره په لیدنه کې، د تهران او اسلام‌اباد د اړیکو له مخ پر ودې بهیر څخه د خوښۍ په څرګندولو سره، د سوداګرۍ، انرژۍ، ګرځندوی، پانګونې او کلتوري او علمي اړیکو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار وکړ.

د ایران ولسمشر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د کچې د پام وړ زیاتوالي ته په اشاره وویل: خوښ یو چې تاسو په دوامداره توګه د دوه‌اړخیزو همکاریو بهیر تعقیبوئ او هیله لرو چې دا تعاملات په ټولو برخو کې لا په زیات جديت سره دوام ومومي.

پزشکیان همداراز د اسلامي هېوادونو ترمنځ د مخ پر پراخېدو تعاملاتو بهیر ته په اشاره ټینګار وکړ: موږ پر دې باور یو چې د امریکا اقداماتو او فشارونو د اسلامي هېوادونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ او دوامدار تعامل زمینه برابره کړې ده، او د ایراني او پاکستاني پلاوو ګڼې لیدنې او سلا مشورې د دې بهیر روښانه بېلګه ګڼل کېږي.

هغه د ګډو پانګونو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو د بېلابېلو برخو ترمنځ د اړیکو د زیاتولو پر اړتیا په ټینګار سره وویل: هیله لرو چې د ګډو پانګونو د پراختیا، د اړیکو د پراخېدو او د اقتصادي همکاریو د اسانتیا له لارې د ایران او پاکستان د اړیکو د لا ژورتیا شاهدان واوسو.

پزشکیان د دواړو هېوادونو په بېلابېلو برخو کې پراخو ظرفیتونو ته په اشاره وویل: ایران او پاکستان د سیمې له پیاوړو هېوادونو څخه دي او له سترو بشري ظرفیتونو او بډایه سرچینو څخه برخمن دي. که دا ظرفیتونه سره یوځای کړو او لاسونه سره ورکړو، کولای شو د خپلو کورنیو او سیمه‌ییزو وړتیاوو پر تکیه خپلې ډېرې اړتیاوې پوره کړو.

په دې لیدنه کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سیدمحسن نقوي هم د ایران د اسلامي جمهوریت له ولسمشر سره د لیدنې له امله خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو د اړیکو د کچې د لوړولو پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

هغه د تهران او اسلام‌اباد د اړیکو د پراختیا بهیر ته په اشاره وویل: موږ باور لرو چې د ایران او پاکستان اړیکې هېڅکله هم په هغې لوړې کچې کې نه وې چې نن یې شاهدان یو.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه: هوډمن یو چې د دواړو هېوادونو اړیکې او همکارۍ په ټولو برخو، له سوداګریزو او اقتصادي برخو څخه نیولې تر ګرځندوی، سیاسي، کلتوري او علمي برخو پورې، لا نورې پراخې او پیاوړې کړو.

نقوي همداراز په دې لیدنه کې په بېلابېلو برخو کې د ایران او پاکستان د همکاریو او تعاملاتو د وروستي وضعیت په اړه راپور وړاندې کړ او د دوه‌اړخیزو همکاریو د دوام او پیاوړتیا لپاره یې د پاکستان د حکومت پر چمتووالي ټینګار وکړ.