قشقاوي: پر هرمز تنګي د ایران مدیریت ورځ تر بلې پیاوړی کېږي
پارس ټوډی - د ایران د اسلامي شورا مجلس د ملي امنیت او بهرني سیاست کمېسیون ویاند حسن قشقاوي ویلي، پر هرمز تنګي د ایران مدیریت ورځ تر بلې پیاوړی کېږي او تر هغو چې د ایران اعلان شوي شرایط پوره شوي نه وي، د دغه تنګي پرانیستل ناشوني دي.
قشقاوي د یکشنبې په ورځ په خپلو څرګندونو کې ویلي، د جګړې پر مهال د دښمن له لوري د خپرو شویو خبرونو او تحلیلونو لږ تر لږه ۷۰ سلنه غیرواقعي او دروغ دي او د رواني جګړې په چوکاټ کې خپرېږي.
هغه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «ټروت سوشیل» شبکې متناقضې ادعاوې هم ګمراه کوونکې او مغشوشوونکې بللې او ویلي یې دي چې دا ډول څرګندونې د دښمن د رواني جګړې برخه ده، څو د هغه د پرلهپسې ناکامیو او د ټرمپ او د هغه د ګوند د مخ پر کمېدونکي محبوبیت جبران وکړي؛ په ځانګړي ډول د ټاکنو په درشل کې.