دمنافقینوله ترهه ګرې ډلګۍملاتړدایران په ضددنړیوال صهونزم او استکبارنوی پلان دی
زمونږخبریال ر اپورراکړ دتهران د جمعې لمانځّه خطیب آیت ا... احمد خاتمی نن دخطبو په دوام کې دمنافقینو ترهه ګرې ډلګۍ دبیا احیاء او په دې زمینې کې دمیلیارډونو ډالرو دلګښت لپاره دسعودی عربستان او امریکا هلوځلو ته په اشارې سره روښانه کړه ، دشویو موافقو په اساس ټاکل شوې ده ، سعودی عربستان د ایران په شمول دسیمې دملتونو په ضد له منافقینو سره هرډول مالی او پوځی ملاتړون وکړی .
آیت ا..احمد خاتمی منافقین یو ردشوی اوتالی څټی ترهه ګره ډلګۍ وبلله او زیاته ئې کړه ، امریکا او اروپائی او سیمه ایز متحدان به ئې هیڅکله هم ونه توانیږی دغه انسان وژونکی ترهه ګره ډلګۍ چې نابوده شوې ،بیرته احیاء کړی .
هغه په دې خبرې په ټینګار سره چې منافقین دایران دملت په نزد یوه خوراتورتمه دوسیه لری ، ټینګار و کړ دو ی دایران دبیلابیلو قومونو اوپرګنو څه دپاسه ا ولس زره کسان شهیدان کړی دی .
دتهران دجمعې موقته خطیب دعراق دکردانو اوشیعیانو په وژلې کې چې دصدام په حکم ترسره شوې وه ، د منافقینو دترهه ګرې ډلګۍ مهم رول ته په اشارې سره روښآنه کړه ، دغه ډلګۍ همدااوس په عراق او سورئې کې د داعش ترڅنګ دمسلمانانو وژلو ته دوام ورکوی .
دتهران دجمعې لمانځه موقتی خطیب همداراز دایرا ن داسلامی جمهوریت واکوالانو ته سپارښتنه وکړه په قدرت او قوت سره دې لازیات دولس خدمت و کړی .