عربستان دې له ترهه ګرۍ دخپل ملاتړ په باب ځواب ووائی
زمونږخبریال راپور راکړ دایران د خارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی نن په تهران کې په خبری غونډې کې په دې خبرې سره چې عربستان هر یو کار کوی څو له امریکا سره خپلې اړیکې وساتی ،زیاته کړې ؛ دعربستان له شرائطو سره دنړیوالو ټولنو بلدتیا ته په پام سره د دغه هیواد اقدامات هیڅ نتیجه نه ورکوی او ریاض باید له نړیوالې ترهه ګرۍ دخپلو ملاتړونو ځواب ووائی.
دایران خارجه وزارت ویندوی دستمبر دیولسمې نیټې دغمیزو دقربانیانو خپلو خپلوانو ته دګرمې د ورکولو په باب دامریکا دکانګرس دمصوبې د ویټو کولو په باب هم وویل ؛ دامریکا دغه اقدام ناببره نه دی ،په سیمې اونړۍ کې دامریکا مخینې او دهغې کړنې ، له دوه ګوڼو معیارونو اوستڼډرونو پیروی کوی .
قاسمی ددې خبرې په کولو سره چې امریکا دموقتی اولنډو ګټو پهاساس خپل دریځونه بدلوی ،وویل ؛ دامریکا دکانګرس له ۲۸ مخیز راپور اوله دې سره سره چې اوس څرګنده شوې سعودی عربستان دستمبر دیولسمې په پیښو کې ترکومه حده رول درلودلی او دسیمې اونړۍ په ترهه ګرو حملو او ورانکاریو کې هم دخیل دی ، په عین حال کې دځینو ملاحظاتو په دلیل دغه کار شوی دی .
هغه په امریکا کې داسلامی ایران دشتمنیو په باب دیوې مصوبې په باب هم وویل ، امریکا دانتخاباتو په درشل کې ده او ډیر بحثونه ممکنه ده ، د دغه هیواد په کانګرس او مشرانو جرګې کې مطرح شی .